د لاس رسي وړ اتصالات

د روسيې له یرغل نه تښتیدلې اوکراینۍ لوبغاړې د سرو زرو مدال وګاټه


اوکراینۍ لوبغاړې یاروسلاوا مخوچیخ
اوکراینۍ لوبغاړې یاروسلاوا مخوچیخ

اوکراینۍ لوبغاړې یاروسلاوا مخوچیخ په اوکراین باندې د روسیي ځواکونو د یرغل وروسته له ستونزو شاوخوا ۲۰۰۰کیلومتره ډک سفر وکړ چې په بلګراد کې د اتلتیک په نړیوالو لوبو کې برخه واخلي.

د روسي ځواکونو د برید وروسته اوکراینۍ لوبغاړې یاروسلاوا د کور پريښودلو ته اړ او په یو ځای کې پټه شوه. هغې د درې ورځو په اوږدو کې په مختلفو لارو شاوخوا ۲۰۰۰کیلومتره سفر وکړ چې د بلګراد لوبو ته ځان ورسوي.

هغه چې د اروپا د صالون دننه د لوړ ټوپ وهلو اتله ده، د جاپان ۲۰۲۱ کال په المپیک لوبو کې یې د برونزو مدال او په ۲۰۱۹ کې د دوحې په نړیوالو لوبو کې د سپینو زرو مدال ګټلی درې اونۍ مخکې د اوکراین دنپرو کې په داسې حال کې له خپل کور ووتله چې جګړې زور اخیستی و.

اوکراینۍ لوبغاړې یاروسلاوا مخوچیخ د لوړ ټوپ وهلو په ترڅ کې
اوکراینۍ لوبغاړې یاروسلاوا مخوچیخ د لوړ ټوپ وهلو په ترڅ کې

هغه وایي تمرینونه یې د لومړیتړبونو په لست کې وروستی خبره وه، خو هغه وایي چې «د سلګونو ټیلیفوني تماسونو، څو ځلې د تګ لارې د بدلولو، چاودنو، ډزو او هوایي بریدونو د خطر د زنګونو د غږیدو» وروسته یې ځان صربستان ته ورساوه.

یاروسلاوا مخوچیخ وایي: «دا مډال د اوکراین لپاره دی، زما د ټول هیواد او ټولو خلکو او ټول پوځ لپاره دی.» هغه زیاتوي: «زه باید خپل هیواد په نړیوال ډګر کې وژغورم».

دغې اوکراینۍ لوبغاړې د استرالیایي لوبغاړې ایلنور پترسن سره په سخته سیالۍ کې د بلګراد په نړیوالو لوبو کې ۲.۲ متره لوړ ټوپ وواهه او د زرو سرو مدال یې خپل کړ.

استرالیایي لوبغاړې پترسن چې د دوه متره ټوپ وهلو سره یې د سپینو زرو مدال وګاټه پداسې حال کې چې د اوکراین سره د پیوستون په خاطر بې خپل د لاسونو نوکان په آبي او ژیړ رنګ سینګار کړي وو وویل چې د یاروسلاوا وروسته د دوهم مقام ګټل یوه ځانګړتیا ده او زیاته یې کړه چې: «هغې [یاروسلاوا] د دومره ستونزو سره اوږه ورکړې چې هیڅوک لایق ندي، نو زه هم په بیسارې توګه په هغې ویاړم.»

پدغو لوبو کې قزاقستانۍ لوبغاړې نادیژدا ډوبوویسکایا دریم مقام خپل کړ.

یاروسلاوا وایي تر اوسه نه پوهیږي چې په اروپا کې په ازاده هوا کې نړیوالو لوبو، د امریکا په اوریګن کې او همداشان د جرمني په مونشن کې اروپايي اتلولۍ لوبو په ګډون راتلونکو سیالیو ته څنګه تیاری ونیسي. هغه وایي ډیره غمجنه ده چې هیواد ته اوس نشي ستنیدلی خو هر څومره ژر چې ممکن شي غواړي هیواد ته ستنه شي.

XS
SM
MD
LG