د لاس رسي وړ اتصالات

د جیمز کومي یادښتونه: ټرمپ د روسیې په اړه له تحقیقاتو اندیښمن دی


د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا FBI د پخواني رئیس جیمز کومي یادښتونه
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا FBI د پخواني رئیس جیمز کومي یادښتونه

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا FBI د پخواني رئیس جیمز کومي یادښتونه چې د پنجشنبې په ورځ بربنډ شول ښیي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د هغو ادعاو په هکله چې گواکې روسیې د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې مداخله کړې، اندیښمن دی.

د رپوټو نو له مخې ښاغلي کومي د جمهور رئیس ټرمپ سره له کتنې وروسته خپل یادښتونه لیکلي دي ځکه هغه د نړۍ له مشرانو سره د امریکا د جمهور رئیس د چلند په اړه د "ناراحتۍ" احساس کاوه.

پدغو یادښتونو کې راغلي دي چې ښاغلی ټرمپ د هغو ادعاو په هکله اندیښمن و چې گواکې روسیې د هغه سره د امریکا د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې مرسته کړې چې بریالی شي.

ښاغلي کومي همداشان ادعا کړې چې یوه ویدیو هم موجوده وه چې "ټرمپ یې د روسي فاحشو" سره ښکاره کاوه.

په یو یادښت کې راغلي چې جیمز کومي د ٢٠١٧ کال د مارچ په ٣٠ د جمهور رئیس ټرمپ سره له کتنې وروسته د هغه له قوله لیکلي چې گواکې جمهور رئیس ټرمپ ورته ویلي چې هڅه کوي هیواد رهبري کړي، خو "د روسیې مسلې دغه کار ستونزمن کوي."

جمهور رئیس ټرمپ د اف بي آی پخوانی مشر جیمز کومي د ٢٠١٧ کال د می په میاشت کې له خپل مقام نه پداسې حال کې گوښه کړ چې ښاغلي کومي د هغو تورونو په اړه د پلټنو ریاست کاوه چې گواکې روسیې د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې مداخله کړې او په احتمالي توگه د جمهور رئیس ټرمپ د انتخاباتي مبارزې ټیم د روسانو سره په تماس کې و.

د ښاغلي کومي د یادښتونو د بربنډیدو په غبرگون کې جمهور رئیس ټرمپ تیره شپه ناوخته په پخپل ټویټر کې ولیکل چې "د جمیز کومي یاداښتونه راووتل او په څرگنده ښیي چې نه دسیسه او نه هم توافق موجود و. هغه همداشان پټ معلومات بربنډ کړل. آیا زورونه او اذیت به دوام ومومي؟"

د یادونې وړ دي چې روسیې د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې هر ډول لاس وهنه رد کړې ده.

د ښاغلي کومي په یادښتونو کې همداشان راغلي دي چې جمهور رئیس ټرمپ اکثراً له هغه نه د یوې ویدیو په هکله پوښتل چې گواکې ښاغلی ټرمپ یې د مسکو په یو هوټل کې د روسي بدکارو ښځو سره ښکاره کاوه.

د FBI د پخواني رئیس په یادښتونو کې د جمهور رئیس ټرمپ له قوله راغلي چې "د بدکارو ښځو مسله، یوه مزخرفه خبره ده." ښاغلي کومي په یو یادښت کې همداشان د ښاغلي ټرمپ له خولې لیکلي چې د روسیې جمهور رئیس پوتین جمهور رئیس ټرمپ ته ویلي وو چې "مونږ د نړۍ تر ټولو ښکلې فاحشې لرو".

پدغو یادښتونو کې همداشان ویل شوي چې ښاغلي ټرمپ د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلن، په هکله هم اندیښنه درلوده، خو جزییات یې ندي ذکر شوي.

ښاغلي ټرمپ د ٢٠١٧ کال د جنورۍ په ٢٠ د لوړې له مراسمو وروسته د ښاغلي کومي سره د شپې ډوډۍ وخوړه. ښاغلي کومي په پخپلو یادښتونو کې لیکلي چې جمهور رئیس ټرمپ د شپنۍ میلمستیا په ترڅ کې له هغه نه د "وفادارۍ" تمه درلوده.

XS
SM
MD
LG