د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پرته له درواغو او خطاایستلو بل څه ندي راکړي - ټرمپ


د امریکا جمهور رئیس، دونالد ټرمپ، د ۲۰۱۸ کال پر لمړي سهار پر پاکستان کلکې نیوکې کړي. ولسمشر ټرمپ پر خپل رسمي ټویټر لیکلي چې پاکستان له امریکا سره بیله دراغو د بل څه معامله ندي کړي.

ټرمپ لیکلي”په تیرو ۱۵ کلونو کې امریکا په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ میلیارد ډالرو ډیرې مرستې کړي، او دوې (پاکستان) موږ ته پرته له درواغو او خطاایستلو بل څه ندي راکړي او زموږ پر مشرانو یې د احمقانو خیال کړی. دوې (پاکستان) هغو ترهګرو ته امنځایونه ورکړي چې موږ یې په لږ همکارۍ په افغانستان کې ښکار کوو. نور به داسې نکیږي.“

دا لمړی ځل ندی چې ولسمشر ټرمپ د ترهګري په ضد جګړه کې د پاکستان پر تګلارو نیوکه کوي. تیرکال د افغانستان او سویلیزې آسیا لپاره د خپلې تګلارې د اعلانولو پر مهال هم ولسمشر ټرمپ پر غوڅه لهجه پر پاکستان غږ وکړ چې د هغو ترهګرو او وسله والو اورپکو ځالې له منځه یوسي چې په افغانستان کې د امریکا او افغان ځواکونو په خلاف جګړه کوي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي د حقانې ډلې او طالبانو ټول مشران په پاکستان کې دي او له هماغه ځاې نه افغانستان ته ورانکاره او جګړه ماران رالیږلي. پاکستاني چارواکو دغې نیوکې په کلکه رد کړي او وايي د افغانستان روانه جګړه د افغانانو تر مینځ ده او پاکستان پکښې هیڅ ونډه نلري.

تیره میاشت په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر قوماندان، جان نیکلسن، رسنیو ته وویل چې د امریکا د غوښتنو سربیره،‌ د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان په تګلارې کې بدلون نه لیدل کیږي. په همدې لړ کې چین د پاکستان په ملاتړ غږ پورته کړ او وېلي چې پاکستانیانو د ترهګرۍ ضد جګړه کې خورا ډیرې قربانۍ ورکړې او نړۍ یې باید دروناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG