د لاس رسي وړ اتصالات

بوړبوکیو په امریکا کې دوه تنه مړه کړي او شپږ نور یې ژوبل کړي دي


د متحدو ایالتونو په تکزاس او میسیسیپي کې مقامات وايي چې د بوړبوکیو له کبله په دغو ایالتونو کې دوه تنه مړه شوي، شيږ نور ژوبل دي او یو زورور طوفان د امریکا د ختیځ ساحل په لور روان دی.

چارواکو نن یکشنبه ډسمبر ۲۹ (مرغومې نهه) وویل، چې د دغه زورور طوفان سره به ږلۍ اوتېز بادونه هم مله وي.

راپورونه وايي د دغه طوفان له کبله د تکزاس څخه نیولې د الاباما ایالتونو پورې سیمو کې ۴۰ بوړبوکۍ الوتلې ، خو تر څو پورې چې د زیانونو په اړه معلومات بشپړ شوي نه وي، دا راپورونه نه شي‌ تائید کېدای.

د متحدو ایالتونو د هوا پېژندنې د ملي خدماتو د ادارې اقلیم پوه فرانک پیریرا اسوشیتډپرس خبري اژانس ته ویلي دي چې دا «بیساری نه دی، خو د کال په وروستیو کې په دومره پیمانه داسې زورور طوفان غیر عادي» دی. نوموړي وویل چې دا زورور طوفان به د یکشنبې په ورځ د امریکا ختیځ ساحل ته ورسیږي او تر هغه وخت پورې به یې زور کم شي.

د تکزاس په ایالت کې پولیس مقامات وايي تېره ورځ د طوفان له کبله په بوړبوکیو کې یو تن مړ شو او څلور نور ژوبل شول. د زخمیانو حالت ښه ښودل شوی.

د میسیسیپي په ایالت کې د بېړنیو چارو د تنظم اداره وايي چې بوړبوکیو دغلته هم یو کس مړ کړی او دوه نور یې ژوبل کړي دي.

په طوفان کې یو شمېر کورونه هم زیانمن شوي او په خلکو باندې برېښنا پرې شوې ده.

د متحدو ایالتونو د هوا پېژندني ملي ادارې په سیمه کې خلکو ته خبردار ورکړی چې نورې بوړبوکۍ هم الوځي.

ویل کېږي چې دا طوفان په ساعت کې ۶۰ میله واټن وهي او ټاکل شوې چې نن به د الاباما، جورجیا او جنوبي کارولینا ایالتونه ته ورسيږي. اټکل دا دی چې په طوفان کې به د برېښنا ځینې مزي پرې شي او نور زیانونه به هم واړوي.

د یکشنبې تر سهار پورې ۶۵۰۰۰ کسانو په میسیسیپي کې برېښنا نه لرله. په جورجیا، الاباما، لویزیانا او تکساز کې هم په څه باندې ۱۰۰زره کسانو برېښنا پرې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده،‌ چې څه موده مخکې د امریکا په جنوب ختیځو ایالتونو کې د هیلن سمندري طوفان د فلورېډا او شمالي کارولینا ایالتونو په ګډون ځینې سیمې وځپلې او میلیونونه خلک یې زیانمن کړل. چارواکي وایي د سلګونو کورونو د ویجاړېدو تر څنګ، په دغه طوفان کې ۲۴۶ تنه مړه شوي هم دي. دا له ۲۰۰۵ کال راهېسې په متحدو ایالتونو کې تر ټولو خطرناک طوفان وبلل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG