د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د امریکا د استازو د مجلس د استخباراتو د کمیټې مشر وایي په "بیړه" د افغانستان د حکومت ړنګیدل "زړه ماتوونکي" دي.

ایډم شیف په یوې اعلامیې چې د واشنګټن پر وخت د یکشنبې په شپه ناوخته خپره شوې، ویلي چې امریکا افغانستان ته ځکه تللې وه د سپټمبر د ۱مې نیټې د ترهګریزو بریدونو اصلي طرح ووژني او د بل دا شان برید خطر کم کاندي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې امریکا پدې ماموریت کې کامیابه وه خو د امریکایي ځواکونو په لوړې بیعې تمامه شوه.

د استازو د مجلس د استخباراتو د کمیټې مشر همدرانګه ویلي چې د امریکا لپاره تر ټولو لومړی کار دا دی چې د افغانستان نه امریکایي عسکر، دپلوماتان، امریکایي اتباع، افغان خبریالان، مدني فعالان، د ملکي خدماتو مامورین او میرمنې چې ښایي طالبان د هغوي د فعالیتونو په خاطر پرې برید وکړي، په خوندي توګه راوباسي.

د نیوزلینډ صدراعظمه وایي افغانستان ته عکسر او نظامي الوتکه لیږي چې د دې هیواد اتباع او هغه افغانان چې د نیوزلینډ د ادارو سره یې کار کړی، د افغانستان نه راوباسي.

صدراعظمې جسیندا آردرین نن دوشنبې ویلي، چې ۳۷ افغانان مشخص شوي چې د نیوزلینډ د دفاعي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی. د نیوزلینډ صدراعظمې په یو خبري کنفرانس کې وویل توقع یې نه درلوده چې په افغانستان کې به وضعیت په دومره چټکۍ خراب شي.

وروسته تر هغه چې طالبانو د افغانستان جمهوري ریاست ماڼۍ ونیوله، یو شمیر سترو هوایي شرکتونو ویلي چې د افغانستان د هوایي فضا نه یې د الوتکو تیریدل بند کړي.

یو ویب سایټ چې د الوتکو پروازونه څاري، ویلي چې نن دوشنبې یوازې د څو سوداګریزو الوتکو پروازونه د افغانستان د فضا نه تیرې شوې. دغه ویب سایټ ویلي چې د افغانستان پر ځای الوتکې د پاکستان او ایران د فضا کاروي.

د یونائټید ایرلاینز یوې ویاندې ویلي چې د دې بدلون له کبله هغه پروازونه زیانمن شوي چې د امریکا نه هند او هند نه امریکا ته کیدل.

د طالبانو یو چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي لا وختي ده چې وویل شي په افغانستان کې څه ډول حکومتداري غواړي. دغه چارواکي چې خپل نوم یې ندی ښودلي ویلي چې د نوي حکومت د راتګ نه وړاندې باید ټول بهرني ځواکونه د افغانستان نه ووځي. د طالبانو دې چاراکي همدارنګه ویلي چې په کابل کې یې خپلو وسله والو ته خبرداری ورکړی چې عام خلک ونه ډاروي او هغوي ته اجازه ورکړي چې عادي ژوند پیل کاندي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG