د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د طالبانو یو جګپوړي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په ټول هیواد کې هیڅ جګړه نده شوې. دغه چارواکي چې خپل نوم یې ندي اخیستی ویلي، "زمونږ د راپورونو پر بنسټ، وضعیت آرام دی. "طالبانو پرون د یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست ماڼۍ پرته له کومې جګړې ونیوله.

د طالبانو یوه ډله د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې
د طالبانو یوه ډله د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې

حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر کې په زرګونو خلک په هیله چې امریکا ته به په امریکایی الوتکو کې لاړ شي د تیرې شپې یوې بجې راهیسې راټول شوي.

په دې کسانو کې ډیرې کورنۍ ماشومان او ښځې هم شاملې دي او پرته د سفر د قانوني اسنادو بهر ته د تللو پر نیت د اوازو پر بنسټ هوايي ډګر ته ځانونه رسولي دي.

نن سهار هم په سلګونو کسانو هوایی ډګر ته د ننوتلو هڅه کوله چې د هوایی ډکر په مخ کې ولاړو طالب وسله والو د هوایی ډګر څخه ددغو کسانو د لرې کولو لپاره څو ځلې هوایی ډزې وکړې او اوښکې بهونکی ګاز یی استعمال کړخو د خلکو ګڼه ګوڼه لا هم په هوایی ډګر کې همغسې لیدل کیږی.

د حامد کرزي هوایی ډګر لومړۍ دروازې مخ ته طالب وسله وال ولاړ دي او د هوایی ډګر دننه امریکایی ځواکونه میشت دي عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا ته وویل چې امریکایی ځواکونود ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره هوايی ډزې هم کړې دي

په ښار کې عمومي وضعیت ارام دی طالبان د ښار په ځینو برخو کې ګزمه کوي او د ښار په ځینو برخو کې د سهار وروسته یو څه ګڼه ګوڼه لیدل کیږي.

د حامد کرزي هوایی ډګر لومړۍ دروازې مخ ته طالب وسله وال ولاړ دي او د هوایی ډګر دننه امریکایی ځواکونه میشت دي.

عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې امریکایی ځواکونود ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره هوايی ډزې هم کړې دي.

firing at Kabul airport
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:22 0:00

د جرمني د پارلمان یوې سرچینې ویلي چې د صدراعظمې انګلا مرکل حکومت پلان لري افغانستان ته سلګونه عسکر واستوي چې د هغه هیواد نه د جرمني اتباعو او نورو کسانو د راوتلو په بهیر کې مرسته وکړي.

دې سرچینې د فرانس پریس خبري اژان ته ویلي چې میرمن مرکل دا څرګندونې د پارلمان په غونډې کې کړي.

د جرمني د حکومت په باور باید شاوخوا ۲ زره کسان د افغانستان نه وایستل شي.

سرچېنې ویلي، " د کابل نه باید هوایي پول جوړ شي چې محلي کار کوونکي، په ځآنګړې ډول میرمنې، د بشري حقونو مدافعین او د غیرې دولتي مؤسسو کار کوونکي چې هر څومره امکان ولري، راویستل شي. "

د جرمني ټول عسکر د همدې کال د جون په میاشت کې د افغانستان نه ووتل خو د یکشنبې په ورځ یې لومړنۍ نظامي الوتکې کابل ته وخوځیده چې د رایستلو په بهیر کې مرسته وکاندي. ټاکل شوې دغه نظامي الوتکه مسافر لومړی یو بل هیواد ته چې نوم یې ندی اخیستل شوی بوځي او د هغه ځای نه به په ملکي الوتکو کې جرمني ته یوړل شي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG