د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي چې د کابل د هوایي ډګر د خوندیتوب لپاره ځیني اقدامات کړیدي چېامریکایي مامورین او متحدین یې په نظامي او ملکي پروزانونو کې په خوندي توګه د افغانستان نه ووځي.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو په ګډې اعلامیې کې ویلي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به په کابل کې د امریکايي عسکرو شمیر ۶ زرو ته ورسیږي.

په افغانستان کې امنیتي وضعیت خرابیدو ته په کتو،د متحده ایالاتو په ګډون شاوخوا ۶۰ هیوادنو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د هغو افغانانو او بهرنیانو درناوی دې وشي او د افغانسان نه د وتلو په چارو کې دې ورسره مرسته وشي، چې غواړي دغه هیواد پریږدي.

دغه ګډه اعلامیه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، پکې ویل شوي، "هغوي چې په افغانستان کې په واک او قدرت کې دي، د انسانانو د ژوندانه ، د خلکو سر او ځان دخوندیتوب او د امنیت او عامه نظم پر ځای کول یې مسؤلیت دی او حساب ورکونکي دي. "

په اعلامیې کې ویل شوي،"سړکونه، سرحدونه او هوایي ډګرونه باید پرانیستي وي او افغانان او نړیوالو اتباعو ته چې غواړي د افغانستان نه ووځي، باید اجازه ورکړل شي. "

دغو هیوادونو ویلي چې افغان ولس په امنیت، مصؤنیت او عزت کې د ژوند تیرولو حق لري او نړیوالنه یې همکارۍ ته چمتو ده.

د فرانسې چارواکي وایي په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له کبله دې هیواد په کابل کې خپل سفارت د کابل نړیوال هوایي ډګر ته لیږدولی.

فرانسې ویلي سفارتي کارونه یې عملاً روان دي او هغو فرانسویانو د ایستلو چارې پر مخ وړي چې لا هم په افغانستان کې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د خپلو ټولو اتباعو سره په اړیکه کې دي.

فرانسې همدرانګه ویلي چې شاوخوا ۶ سوه هغه افغانان یې هم دې هیواد ته وړي چې په افغانستان کې یې د فرانسوي ادارو سره کار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په کابل کې د امریکا د سفارت ټول کار کوونکي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته لیږدول شوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس خبریالانو ته تائید کړه چې دغه بهیر بشپړ شوی او د امریکا پوځ د سفارت د کار کوونکو د امنیت ساتلو مسؤلیت په غاړه لري. امریکا تازه ۱۰۰۰ نور عسکر هم کابل ته استولي چې پدې سره په کابل کې د ټولو امریکایي عسکرو شمیر ۶ زرو ته ورسید.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG