د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

په واشنګټن ډي سي کې یو شمېر افغانانو، د افغانستان د وضعیت په اړه مظاهره وکړه

دا مظاهره نن یکشنبې ( د زمري ۱۵) د سپینې ماڼۍ مخې ته وشوه چې پکې لسګونه کسانو ګډون کړی وو.

مظاهره کوونکو د پاکستان او طالبانو ضد شعارونه ورکول، او ویل یې چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه پر مخ وړي، دا هغه تورونه دي چې پاکستان تل رد کړې دي.

مظاهره کوونکيو له نړیوالې ټولنې او د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل چې افغانستان یوازی پرنږدي.

په قطر کې د طالبانو د ډلې ویاند او مذاکره کوونکي، سهیل شاهین ویلي، چې دا ډله "د یو پرانیستي او ټول شموله اسلامي حکومت" د جوړیدو لپاره په افغانستان کې مذاکرات پیلوي.

ښاغلي شاهین، اسوشیټید پرس ته ویلي، چې ددې ډلې تمرکز په کابل کې د امنیت خوندي کول، د خلکو د عزت او شتمنیو ساتنه ده، ترڅو ورته زیان و نه رسیږي او و نه وژل شي.

مخکې له دې چې د طالبانو ډله کابل ښار ته ننوځي، په اسلام اباد کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف امریکا غږ ته ویلي وو، چې یو شمېر کسانو چې ځانونه یې طالبان ګڼل د خلکو موټر او شتمنۍ یې لوټ کړې دي.

سهیل شاهین د یکشنې په ورځ ( د زمري ۱۵) ویلي، د خلکو د امنیت خوندیتوب لپاره پکار ده چې ټول اړین اقدامات ترسره شي، او دا کار همدا اوس کوي.

کابل ته د طالبانو ننوتو سره، د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن وايي، له افغانستان نه د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا متحدو ایالتو پریکړه، د "وضعیت د خرابیدو" لامل شو.

ښاغلي جانسن د یکشنبې په ورځ ( د زمري ۱۵) وویل، "برتانیا به هڅه وکړي چې د افغانستان د ولسمشر له تیښتې څخه وروسته چې ټاکل شوې په کابل کې نوی حکومت جوړ شي له وخت نه مخکې په رسمیت له پیژندو ډډه وکړي".

د برتانیا صدراعظم وايي، هغو هېوادونو سره د یو ځای کیدو په لټه کې دي چې د نوي حکومت د چلند لپاره، ورته شرایط ږدي.

د امریکا د دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ ناوخته وویل چې یو زر نورو اضافي امریکایي سرتیرو د افغانستان په لور حرکت کړی دی. لویډ آستن د امریکاغږ ته تائید کړه چې د تازه سرتیرو په رسیدو سره به په کابل کې د امریکایي سرتیرو شمیر ۶۰۰۰ ته ورسیږي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG