د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

د امریکا د استازو په مجلس کې د اقلیت ډلې مشر، جمهوري غوښتونکي کیفین مک کارتي، پر ولسمشر جوبایډن نیوکه کړې او ویلي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابیدل د امریکا متحدو ایالتو پر ملي امنیت اغیز کوي، او ترهګرو لپاره په امن ځای د افغانستان بدلیدل، د امریکا پر امنیت مستقیم اغیز کوي.

ښاغلي مک کارتي لیکلي په تېرو دریو ورځو کې د طالبانو ډلې، د بګرام اډه نیولې او په زرګونه زندانیان یې ازاد کړې دي چې ډیری یې "ترهګر" وو.

ده ویلي، یوازینۍ لار چې ولسمشر بایډن وړاندې کړې ده، "سیاسي لوبه، او د امریکا د مخکني ولسمشر بې اساسه ملامتول دي".

د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ، د ولسمشر جوبایډن پراوسنۍ تګ لارې نیوکه کړې ده.

په یوې لنډې اعلامیې کې ویلي، د بایډن پریکړه د امریکا په تاریخ کې "لویه ماتې" ګڼل کیږي.

دا په داسې وخت کې ده چې د طالبانو لخوا د افغانستان د یو شمېر ښارونو له نیولو وروسته، پرون د متحدو ایالتو ولسمشر جوبایډن په یوې اعلامیې کې د اوسني وضعیت پړه په یو ډول پر پخواني ولسمشر ټرمپ اچولې او ویلي، د ولسمشر په توګه د کار له پیل څخه لږ وړاندې، هغه [ټرمپ] په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ۲۵۰۰ کسانو ته راټېټ کړ.

نو کله چې زه ولسمشر شوم، له یوې پریکړې سره مخامخ شوم، یو څه بدلون مې پکې راوست، زموږ او د متحدینو د سرتېرو د ایستلو وخت مو تمدید کړ، او یا دا چې د حضور پراخول، د بل هېواد کورنۍ جګړې ته د امریکايي سرتېرو لیږل او جنګیدل.

Trump
Trump

د محمد اشرف غني په مشرۍ د جمهوري ریاست لومړی مرستیال، امرالله صالح وايي چې په افغانستان کې دی.

ښاغلي صالح شیبه مخکې، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې په خاوره او د خپلو خلکو په خوا کې دی.

امرالله صالح په دې لنډ پیغام کې لیکلي، " وحشیانه دیکتاتورۍ او د پاکستان په ملاتړ د ظلم پروړاندې مقاومت " به د هغه د مبارزې لپاره د مشروعیت سرچینه وي.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح
د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرش د یکشنبې په ورځ، په افغانستان کې له طالبانو او ټولو دخیلو اړخونو څخه غوښتي "د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره دې ډېره هڅه وکړي، او ډاډ دې رامنځ ته کړي چې بشري اړتیاوو ته رسیدګي کیږي".

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستېفن دوجاریک، ویلي، چې ښاغلي ګوتېرش "له طالبانو او ټولو خواوو څخه غواړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې بشردوستانه نړیوال قوانین، حقونه او د ټولو خلکو ازادۍ ته درناوی شوی او ساتنه یې کیږي".

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG