د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان حالات شیبه په شیبه

د افغانستان د وضعیت په اړه تازه جزییات شیبه په شیبه دلته وګورئ.

بلینکن: په افغانستان باندې د طالبانو تسلط 'بې حده زړه درونکی' دی

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان باندې د طالبانو مسلط کیدل او د کابل حتمي پرځېدل یې ې ‌حده زړه دردونکې" ګڼلي او ویلي یې دي چې امریکایي ځواکونه هڅه کوي امریایان او هغه افغانان چې د امریکا سره یې کار کړی له هغه هیواد څخه وباسي.

انتوني بلینکن، نن د اګست په ۱۵ (زمري ۲۴) وویل چې د امریکایي کارکوونکو مصونیت چې یو شمیر یې لا هم په کابل کې د امریکا په سفارت کې دي او د افغان همکارانو مصونیت "لومړۍ درجه وظیفه" ده.

انتوني بلینکن
انتوني بلینکن

دغه څرګندونې د هغه انتقادونو د دفع کولو لپاره بیان شوي چې ګواکې واشنګټن د افغان ځواکونو بیړني سقوط ته اماده نه و.

امریکايي چارواکي وايي طالبانو د بګرام د پوځي مرکز زندان هم مات کړی چې شاوخوا ۵۰۰۰ بندیان په کې وو او ازاد شوي دي. ‌ وايي‌ دې بندیانو کې د طالبانو، القاعده او داعش لوړ پوړي غړي وو.

د طالبانو د ډلې مرستیال او په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وايي، د کابل له نیول کېدو وروسته د طالبانو مسولیت تر پخوا زیات شوی دی.

ملا برادر په یو ویډیويي پیغام کې ویلي دي چې دې ډلې داسې بریاوې ترلاسه کړي چې تمه یې نه درلوده او آن تصور یې هم کولای نشو، دده په وینا دا ټول یې "د خدای په مرسته یې ترلاسه کړي" او له خپلو جنګیالیو یې غوښتي چې باید غرور و نکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ویلي دوی به اوس د امنیت په تامین کې او خلکو د ارام ژوند لپاره هلې ځلې کوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو خونې مشره ننسي پلوسي وايي چې طالبان باید پوه نړۍ یې هر څه څاري.

مېرمن پلوسي په خپلې اعلامیې کې ویلي دي: «موږ له افغانانو او په خاص ډول د ښځو سره د طالبانو د ظالمانه چلند په اړه ژوره اندېښنه لرو. متحده ایالتونه، نړیواله ټولنه او افغان حکومت باید له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو د غیر انساني چلند د مخنیوي لپاره هر څه چې کولای شي وکړي.»

نوموړې ویلي دي چې افغانې مېرمنې باید د وینې تویدو د مخنیوي لپاره په هر سیاسي توافق کې دخیلې وي ځکه چې د هغې په وینا د هغوی برخلیک د خپل هېواد له اینده سره تړلی دی.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG