د لاس رسي وړ اتصالات

د بحران نړیواله ډله: پر ښځو د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې بحران پراخ کړی


د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی چې پر مېرمنو باندې د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې بحران نور هم پراخ کړی دی.

دغه نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۳ (کب څلورمه) په خپل راپور کې وویل چې د ښځو پر کار او زده کړه باندې د طالبانو محدودیتونه ددې لامل شوي چې نړیوالې مرستندویې موسسې په افغانستان کې خپل عملیات وځنډوي او بسپنه ورکوونکي د خپلو مرستو په کمولو غور وکړي.

په راپور کې ویل شوي چې اوس توجه دې ته ده چې څنګه د افغانستان زیانمنه شوې ټولنه د طالبانو د محدودیتونو له نورو ناوړو اغېزو وژغورل شي.

د بحران نړیوالې ډلې جګپوړي سلاکار، ګرام سمیت، امریکا غږ ته وویل: "د لویدیځ چارواکي اوس د اقتصادي‌ فشارونو د استعمالولو خبره کوي، تر څو د مرستو کمولو او منزوي کولو له لارې طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې د مېرمنو ځپونکي قوانین یې ورته د منلو وړ ندي."

ښاغلی سمیت د نړیوالې ټولنې غبرګون پر ځای ګام بولي خو وايي چې فکر نه کوي چې دا به د طالبانو د دریځ په بدلولو کې اغېزمن ثابت شي.

د بحران نړیوالې ډلې په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده د خپل شخصي اعتقاد له مخې، د طالبانو پر تحریک او هېواد باندې د خپل واک د ټینګولو دپاره پر ښځو باندې محدویتونه د یوې وسلې په توګه کاروي.

ګرام سمیت وویل: "ددې موضوع په اړه زموږ ارزونې ښيي چې د طالبانو امیر هیبت الله اخندزاده او د هغه په خوا کې څو نور جګپوړي طالبان په دې اړه سخت دریځ لري. دا یوازې سیاست نه بلکه د دوی د شخصي اعتقاداتو برخه ده."

د طالبانو د اقتصاد وزارت د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه ښځې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې. د طالبانو دا پریکړه یوه اونۍ وروسته له هغه صادره شوه چې ددلې ډلې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې تر "امر ثاني" وځنډولې.

د طالبانو له دغه پرېکړې وروسته بهرنیو مرستندویو موسساتو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

د بحران نړیوالې ډلې اندېښنه ښودلې چې د طالبانو د اقداماتو په نتیجه کې له افغانستان سره نړیوالې خیریه مرستې په داسې حال کې ټکنۍ شوي چې ددغه هېواد نیمايي نفوس سخته لوږه تېروي.

XS
SM
MD
LG