د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون په اړه د امنیت شورا راپور رد کړ


طالبان وايي افغانستان کې بهرني جنګیالي نشته خو ملګري ملتونه وايي شته
طالبان وايي افغانستان کې بهرني جنګیالي نشته خو ملګري ملتونه وايي شته

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بهرنیو ډلو شتون او فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د څارونکي ډلې راپور بې بنسټه بللی او هغه یې رد کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه مۍ ۳۰ (غبرګولې نهمه) پدې اړه یوې اعلامیې کې ویلي چې پر افغانستان د «اسلامي امارت» تر حاکمیت وروسته نړۍ او سیمې ته د هر ډول خطر پېښېدو مخه نیول شوې او په خبره یې طالبان هڅه کوي چې له سیمي او نړۍ سره د باور وړ فضاء رامنځته کړي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان اسلامي امارت پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار کوي او ډاډ ورکوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد استعمال کړي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پخپل تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ اړیکي نږدې پاتې دي او د القاعدې شبکې مشر، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده بیعت تازه کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو ارزونې ښيي چې القاعده د طالبانو تر واک لاندې خوندي پټنځایونه لري او ددې شبکې غړي په افغانستان کې د فعالیت ازادي لري.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د تیر کال د اګست په ۱۵ نیټه په افغانستان کې د طالبانو په واکمنیدو سره د القاعدې مشر ایمن الظواهري یو شمیر پیغامونه ثبت کړي دي او ددغو پیغامونو ریکارډ کول ښیي چې د القاعدې مشر د ۲۰۲۲ کال تر فبرورۍ پورې ژوندی و.

په دې راپور کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د یادې ډلې مالي منابع په داسې حال کې پراخې شوې چې د افغانستان اقتصاد له کړکیچ سره مخ دی.

راپور زیاتوي، د داعش د خراسان څانګې او القاعده پلان ته په نه کتو او یا دا چې آیا طالبان د هغوی د مهار کولو لپاره عمل کوي‌که نه، دا ډلې به د ۲۰۲۳ میلادي کال تر لومړیو پورې، په نړیواله سطحه د بریدونو د پلان کولو وړتیا ونلري.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان په خاوره کې ددغو ډلو او نورو ترهګرو ډلو شتون، د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو لپاره د اندیښنې وړ دی.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له «ناڅرګندو» سرچینو څخه باید «غلط معلومات» تر لاسه نشي او په وینا یې د طالبانو حکومت ته دې حق ورکړل شي تر څو امنیت شورا او نورو هیوادونو ته د خپل دایمي استازولۍ له لارې مخامخ حقایق ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ځينو چاودنو مسؤلیت د داعش ـ خراسان ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG