د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: طالبانو د مخکني حکومت سرتېري وژلي؛ طالبان: نه مو دي وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت د دوی لخوا د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځوکونو د همکارانو د څه باندې ۱۰۰ تنو وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش راپور رد کړ او هغه یې ناسم بللی دی.

د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې چې یکشنبه جنوري ۳۰ (سلواغې۱۰) خپور شوی پکې ویل شوي چې طالبانو او متحدینو یې د اګست د میاشتې د ۱۵مې راهیسې چې په کابل کې واک ته رسیدلي څه باندې ۱۰۰ تنه وژلي چې د افغانستان د مخکني حکومت مامورین، د امنیتي ځواکونو غړي او یا هغه افغانان وو چې د نړیوالو ځواکونو سره یې کار کاوه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پدې راپور کې ویلي چې د عمومي عفوې د اعلان باوجود په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) ته د دې کسانو د وژل کیدو، په جبري توګه غیب کیدو او نورو سرغړونو په هکله د اعتبار وړ ادعاوې رسیدلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو او یا متحدینو یې د دې کسانو د دریو څخه دوه برخې یې د محکمې د حکم پرته وژلي دي. یوناما ویلي چې د څه باندې سلو کسانو د وژل کیدو په هکله یې راپورونه تر لاسه کړي چې د اعتبار وړ ښکاري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) یاد راپور ته په غبرګون کې وویل: "دملګرو ملتونو دسرمنشي هغه خبرې سمې نه دي چې ګنې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیدو وروسته دپخواني حکومت سل تنه غړي وژل شوي."

نوموړي زیاته کړې چې د دوی لخوا له عفوې وروسته هیچاته اجازه نشته چې چاته زیان ورسوي. هغه ټینګار کړی دی که د شخصي «انتقام جویي» له امله داسې کومه پیښه شوی وي، دوی یې پلټنه کړې او عاملین مجازات شوي دي.

پر افغانستان طالبانو تر حاکمیت وروسته د ملګرو ملتونو د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو بنسټونو په دغه هیواد کې د بشري حقونو د نقض کېدو په اړه اندېښنې ښودلې دې.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان هم طالبان د پخواني حکومت د څه باندې ۱۰۰ تنو سرتیرو په وژلو باندې تورن کړي و.

د ملګرو ملتونو دا راپور پداسې حال کې خپریږي چې د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده څه موده وړاندې د دې ډلې په قوماندانو غږ کړی و چې د نوموړي د عفوي د اعلان احترام وکړي او دتیر حکومت سرتیرو ته سزا ورنکړي.

د طالبانو مشر پر افغانستان د دوی تر حاکمیت وروسته د تیر حکومت کار کوونکو ته عمومي عفوه اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG