د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت وايي چین کې یې افغانانو ته د پاسپورټونو ویشل پیل کړي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په چین کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په دغه هیواد کې میشتو افغانانو ته د نویو پاسپورټونو د ویشلو لړۍ پیل کړې ده.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دوشنبې په ورځ فبرورۍ پنځم ( سلواغې ۱۶) رسنیو ته په یو استولي غږیز پیغام کې ویلي چې په چین کې د افغانستان سفارت په تیرو دوو کلنو کې هڅه کړې چې په دغه هیواد کې میشتو افغانانو ته ښه قنسولي خدمتونه او لازمې اسانیاوې برابرې کړي.

ضیا احمد تکل ویلي: "یاد سفارت د مسلسلو هڅو په نتیجه کې وتوانید چې چین میشتو افغانانو لپاره د نوي پاسپورتونو د ویش لړۍ پیل کړي، او په شرائطو برابر هیوادوال کولای شي، چې له سفارت څخه نوی پاسپورت ترلاسه کړي".

تراوسه څرګنده نه ده چې په چین کې څومره افغانان اوسیږي، خو یو زیات شمیر افغانان دغه هیواد ته د سوداګرۍ اړوند مسایلو په تړاو تګ راتګ کوي. دمخه د طالبانو حکومت د روان ۱۴۰۲ لمریز کابل د زمري په میاشت په ترکیه او ایران کې هم میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د ویشلو بهیر پیل کړی و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په بهرنیو هیوادونو کې میشتو افغانانو ته د خپلو سفارتونو له لارې د یوې هراړخیز پروګرام له مخې نوي پاسپورټونه ویشي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې په ځانګړي ډول امریکا، اروپايي او اسیايي هیوادونو کې میشت افغانان د قنسولي خدمتونو په برخه کې د ستونزو سره مخ شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ټینګار کړی چې هڅه کوي په ټوله نړۍ کې میشتو افغانانو ته حقوقي او قنسولي خدمتونه برابر کړي.

د طالبانو د حکومت دپلوماتان اوس مهال د چین سربیره په ایران، پاکستان، روسیه، ترکیه، اوزبیکستان او څو نورو اسیايي هیوادونو کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې په کاربوخت دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په چین کې د پاسپورټونو د ویشلو دا لړۍ په داسې حال کې پیل کړې چې دننه په افغانستان کې په زرګونو افغانان د اوږدو میاشتو راهیسې د پاسپورټونو تر لاسه کولو ته انتظار وباسي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست د جنورۍ ۲۱( سلواغې اول) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کابل کې یې د پاسپورټ په ریاست کې د خلکو د ډیرې زیاتې ګڼې ګوڼې وروسته په حضوري ډول د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د عریضو د سپارلو لړۍ بنده کړې ده. خو دغه ریاست ویلي چې په انلاین بڼه لاهم د پاسپورټونو ویشل دوام لري.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته پاسپورټونو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او د پاسپورټونو یو شمیر غوښتني وايي چې حتی د یو کال راهیسې د نوو پاسپورټونو ترلاسه کولو ته انتظار وباسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG