د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د مس عینک د کان چارې پیلوي


چین د فلزاتو شرکت (ایم سي سي) سره د ۲.۸۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د لوګرمس عینک د کان تړون یو بهرنۍ شرکت سره د افغانستان لومړی تړون وو، چې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت په مهال لاسلیک شوی و.
چین د فلزاتو شرکت (ایم سي سي) سره د ۲.۸۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د لوګرمس عینک د کان تړون یو بهرنۍ شرکت سره د افغانستان لومړی تړون وو، چې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت په مهال لاسلیک شوی و.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند ویلي چې له پنځلس کلن ځنډ وروسته به د روانې اونۍ ترپایه د مس عینک د کان چارې عملا پیل شي.

ددغه وزارت ویاند همایون افغان د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲۲ ( زمري اول) د ایکس په شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې د ( ایم جی اې ایم )په نوم د مس عینک د کان قراردادي چینايي شرکت به ددغه کان ۱۰۰ فیصده پروس دننه په افغانستان کې وکړي.

هغه لیکلي:" ‏قراردادي کمپنۍ مکلف کړل شوې چې د نهايي او سل سلنه پروسس تر څنګ د ٢٠٠٨ میلادي کال تعهداتو سره سم بې له کوم خنډ د نړۍ په کچه د مسو دې ستر کان چارې د روانې اونۍ په پای کې عملا پیل کړي."

دغه وزارت د جولاۍ په ۱۷ په یو خبرپاڼه کې د ( ایم جی اې ایم ) د رئيس سونګ ون بینګ او د طالبانو د کانونو او پټرولیم د وزیر هدایت الله بدري ترمنځ کتنې خبر ورکړی و.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي :" ښاغلي سونګ عینک ته د غزېدلي سړک په اساسي توګه د جوړولو، په نږدې راتلونکې کې د یادې پروژې د عملي کار پیل په اړه یې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره خپل کاري پلان شریک کړ او د مس عینک پروژې د پلي کولو لپاره یې د شرایطو د چمتوالي خبره وکړه."

د لوګر د مس عینک کان تړون په افغانستان کې د یو بهرنۍ شرکت سره د افغانستان لومړی تړون وو، چې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د حکومت په مهال لاسلیک شو.

دا ټړون د چین د فلزاتو شرکت (ایم سي سي) سره د ۲.۸۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ۳۰ کلونو لپاره یو تړون لاسلیک شوی و.

خو بیا وروسته دا شرکت له پخواني تړون څخه په شا شو او وروسته یې ورباندې له سره د غور کولو غوښتنه کړې وه اوس د دغه کان د سپړلو چارې د ( ایم جی اې ایم ) شرکت له خوا ترسره کیږي.

هغه مهال د چین د فلزاتو شرکت (ایم سي سي) ددغه کان د سپړلو په برخه کې د ځینو تخنیکي ستونزو او د کان په ساحه کې موندل شویو لرغونو اثارو ته د زیان د رسیدلو د اندیښنو ترڅنګ امنیتي ګواښونه هم د کار نه پیلیدو د عواملو په توګه یاد کړي وو.

د ( ایم جی اې ایم ) شرکت د پخواني جمهوري رژیم پر مهال هم ددغه کان د سپړلو په تړاو د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو سره په خبرو بوخت وو.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د چین ددغه شرکت سره ددغه کان د سپړلو د بهیر د پیلیدو په اړه خبرې کړي دي.

نږدې دوه میاشتې دمخه د طالبانو د کانونو او پټرولیم پخواني وزیر شهاب الدین دلاور د مس عینک د سیمې څخه د یو چینايي پلاوي سره د لیدنې پرمهال خبریالانو ته ویلي و چې ددغه کان قراردادي شرکت ته یې یوه میاشت وخت ورکړی چې کار پیل کړي.

خو هغه دا نه ویلي چې که کار پیل نکړي ددغه شرکت سره به قرارداد فسح کړي او که نه.

تراوسه لا دغه چینايي شرکت د مس عینک پر کان د کار د پیلولو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مس عینک کان د کابل په جنوب ختیځ ۳۰ کیلومټرۍ کې د لوګر په ولایت کې پروت دی، چې په نړۍ کې د مسو په څو لویو کانونو کې شمیرل کیږي.

د ( ایم جی اې ایم ) شرکت سربیره دوو نورو چینايي شرکتونو هم د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونه کړې ده، خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي لکه څنګه چې تمه کیدله په تیرو نږدې دریو کلنو کې چینايي شرکتونود پام وړ پانګونه نه ده کړې.

د تخار ولایت سمتي د سرو زرو کان، چې ۱۲ کیلومټر مربع مساحت لري د چاینا افغانستان شرکت او زړور افغانستان شرکت سره لاسلیک شوی، چې دا شرکتونه به په کې ۳۱۰ میلیونو ډالر پانګونه کوي او ۵۶ فیصده رویالټي به د طالبانو حکومت ته ورکوي.

همداشان د طالبانو حکومت د یو چینايي شرکت سره د ۵۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د امو د سیندیزې حوزې د تیلو د ایستلو تړون هم لاسلیک کړی دی.

په دغه هیواد کې د اوږدو جګړو له امله د کانونو د ایستلو لپاره د اړتیا وړ زیربناوې هم نه دي چمتو شوي او دا کار د کانونو د سپړلو او د خامو موادو لیږد او یا هم دننه په دغه هیواد کې د کاني موادو پروسس پر وړاندې یو ستر ګواښ په توګه ګڼل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG