د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په اختر کې اوربند اعلان کړ


طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې په اختر کې به بریدونه نکوي
طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې په اختر کې به بریدونه نکوي

وسله والو طالبانو په افغانستان کې په کوچني‌ اختر کې یو طرفه اوربند اعلان کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح لله مجاهد د مۍ په ۲۳(غبرګولي۳) په یو خپل ټویټر کې په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي چې د اختر په ورځو کې به وسله وال طالبان د افغان حکومت تر نفوذ لاندې سیمو ته نه ورځي.

همدغه راز د طالبانو اعلامیه وايي‌ چې د دوی وسله وال به دفاعي‌ حالت کې وي او د افغان حکومت ځواکونو او اړوندو کسانو ته به هم اجازه نه وي چې په اختر کې د طالبانو تر نفوذ او اغیز لاندې سیمو ته ورشي.

د طالبانو اعلامیه وايي: "دې لپاره چې هیوادوال د اختر مراسم په اطمینان سره تر سره کړي، د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته د مشرتابه لخوا لارښونه کیږي چې د کوچني اختر په دریو ورځو کي د هیواد والو د امنیت لپاره خاص تدابیر ونیسئ" او تعرضي بریدونه دې نکوي.

اعلامیه وایي که په دغې مودې کې پر طالبانو بریدونه وشول، هغوی به د ځان دفاع کوي. افغان حکومت تر دې دمه د طالبانو د دغه اعلان په اړه څه نه دي‌ ویلي.

طالبانو داسې مهال د اوربند اعلان کړی دی چې نړیوالې ټولنې او افغان حکومت له وسله والو په وار وار غوښتي د‌ي چې د کرونا سره د مبارزې لپاره دې اوربند اعلان کړي. خو طالبانو دا وړاندیز رد کړی و.

طالبانو څو کاله مخکې له افغان حکومت سره هم په اختر کې اوربند وکړ، خو په هغه اوربند کې وسله وال طالبان د افغان ځواکونو او افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو سیمو ته هم تګ راتګ وکړ.

XS
SM
MD
LG