د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د فاریاب د ګازو د ایستلو تړون د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د یو اوزبیکستاني شرکت سره لاسلیک شو


کابل کې ددې تړون د لاسلیک پر مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدلغني برابر او افغانستان لپاره د اوزبیکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف هم برخه لرله.
کابل کې ددې تړون د لاسلیک پر مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدلغني برابر او افغانستان لپاره د اوزبیکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف هم برخه لرله.

د طالبانو د حکومت چارواکو د پنجشنبې په ورځ اکتوبرلسم( تلې ۱۹) د فاریاب ولایت کې د " طوطي میدان" د سیمې د ګازو د پلټنې او ایستلو یو تړون د شاوخوا یو میلیارد دالرو په ارزښت د یو اوزبیکستاني شرکت سره لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم د وزارت ویاند همایون افغان ویلي چې د " ایریل کام" په نوم دغه اوزبیکستانی شرکت به تر راتلوونکو لاسو کلنو په دې برخه کې د میلیونونو ډالرو پانګونه وکړي.

همایون افغان د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست هدایت الله بدري له قوله ویلي: " د طوطي میدان ګاز لرونکی بلاک نږدې ۷۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري او لږترلږه د ۲۵ کلنو لپاره په اجاره ورکول کیږي چې [دا شرکت] په لومړیو لسو کلنو کې د یو میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت [په دې برخه کې] پانګونه کوي".

همداشان همایون افغان ویلي چې دا شرکت به په لومړي کال کې د ګازو د ایستلو لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او همداشان دا شرکت مکلف دی چې د استخراج شوي ګاز څخه تر دوو کلنو لږ تر لږه سل میګاواټه بریښنا تولید کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند ویلي: " د [ایرل کام شرکت] په دریو لومړیو کلنو په ترڅ کې ۱۵۰۰ کیلومتره مربع ساحه د دوه بعدي او یو زر کیلومتره مربع ساحه په درې بعدي توګه به سروې کړي".

کابل کې ددې تړون د لاسلیک پر مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدلغني برابر او افغانستان لپاره د اوزبیکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف هم برخه لرله.

د طالبانو حکومت ویلي چې د " فاریاب د طوطي میدان" د ګازو د پلټنې او ایستلو د کار د پیلیدو سره هممهاله به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او په افغانستان کې ګاز ته د خلکو اړتیا به هم تر دیره رفع شي.

په کابل کې دغه اوزبیکستاني شرکت د طالبانو د حکومت سره دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کړی چې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په تاشکند کې د طالبانو له خوا د افغانستان سفارت ته د نومول شوي لوړ پوړې دپلومات عبد الغفار بحر سره د چهارشنبې په ورځ کتلي دي. د طالبانو د حکومت عبدالغفار بحر په اوزبیکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه تاشکند ته استولی دي . ددغه حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې کتنه کې عبدالغفار بحر د خپل باور لیک کاپي هم ښاغلي سعیدوف ته سپارلې ده.

ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ایکس په پاڼه کې لیکلي: " په پام کې ده چې د ا.ا.ا. [ طالبانو د حکومت] سفير به په نږدې راتلونکي کې د باورليک اصل د ازبکستان ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف ته وړاندې کړي".

طالبانو چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړې، تراوسه د هیڅ کوم هیواد او یا نړیوال سازمان له خوا یې حکومت په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

طالبانو حکومت ددې وړاندې هم د ځینو بهرنیو شرکتونو سره د کانونو د سپړلو په برخه کې یو شمیر تړونونه لاسلیک کړي دي.

افغانستان پراخه طبیعي زیرمنې لري چې په دغه هیواد کې د اوږدو جګړو او ناامنۍ له امله تراوسه د ځمکې لاندې پاتې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG