د لاس رسي وړ اتصالات

له مهاجرت څخه د خپلو هېوادوالو تر خدمته؛ د ډاکټر تاج علي عمر د ژوند کیسه


تاج علي عمر، په پاکستان کې له کډوالۍ څخه خوست ته ستون شوی افغان ډاکټر
تاج علي عمر، په پاکستان کې له کډوالۍ څخه خوست ته ستون شوی افغان ډاکټر

په پاکستان کې د کلونو مهاجرت وروسته ډاکټر تاج علي عمر اوس افغانستان ته په دې نیت ستون شوی چې خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

هغه په ۲۸ کاله کډوالۍ کې طبي زده کړې کړې دي او اوس د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د ناروغانو درملنه کوي.

دا افغان ډاکټر وايي که څه هم په پاکستان کې یې د ژوند ډیرې اسانتیاوې لرلې، خو ‎‎‎‎‎‎له ډېره وخته چمتو وو چې له خپلې کورنۍ سره به وطن ته ستنیږي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "د وطن خبره مې په زړه کې وه چې هلته افغانستان او وطن مې دی. خو تاسو پوهیږئ چې زموږ پلرونه او نیکونه هم د جګړو په سبب د وطن پرېښېدو ته مجبور شویدي چې دا پر انسان اغېز کوي."

د خوست په لیرې پرتو سیمو کې د افغانستان د نورو برخو په څېر د ډاکټرانو د کمښت له کبله ځايي خلک مجبوریږي، چې خپل ناروغان د ولایت مرکز او یا نورو لویو ښارونو ته بوځي. د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ډاکټر عمر په راتګ سره ددې ولسوالۍ د اوسېدونکو ډیرې روغتیايي اړتیاوې پوره شوي دي.

د تڼیو اوسېدونکي محمد عثمان وویل: "ډېر کله چې کومه ستونزه پیښییږي هغه د ډاکتر صاحب له لوري په عاجل ډول حلیږي. حتی ځیني سخت حالت کې ناروغانو ته اولنۍ مرسته رسوي تر څو یې ژوند له خطر سره مخ نشي چې دا زموږ لپاره ښه خبره ده."

د تڼیو بل اوسېدونکي شهزاد الله حمیدي وویل: "د عمر صاحب راتګ یوازې زموږ لپاره نه، بلکې ددې سیمې لپاره یو لوی سهولت دی او موږ د خوشحالۍ تر څنګ مننه ترې کوو."

ډاکټر تاج علي عمر د خوست په تڼیو کې کلینیک لري.
ډاکټر تاج علي عمر د خوست په تڼیو کې کلینیک لري.

که څه هم ډاکټر عمر د خلکو د خدمت په کولو ویاړي خو خپل شخصي ژوند او په ځانګړي ډول د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمن دي. په سیمه کې د سخت اقتصادي وضعیت له کبله تر دې چې وايي اوس مهال د خپل کلینک لپاره د لوحې جوړولو پیسې هم نلري.

هغه د خپل کلینیک دیوالونو ته په اشارې وویل: "دا کلینیک تاسو وینئ تر اوسه مې رنګ ندی ورکړی ځکه په لاس کې هیڅ نلرم او دلته چې نوی کس راشې کار ورته سخته ده ځکه دلته له روغتیايي خدماتو بیزنیس جوړ دی. زه د خپل کلینیک لوحې ته پیسې نشم برابرولای."

دا افغان ډاکټر همدا راز وایي چې له پاکستان نه په راستنو شویو کډوالو کې ګڼ شمېر بااستعداده ځوانان او وړ کادرونه شته چې په هېواد کې ورڅخه په بېلابېلو برخو کې ګټه اخیستل کېدای شي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې ددغې ډلې پر حکومت نیوکه کیږي چې د زیاتره مسلکي او تخصصي څوکیو لپاره یې ملایان ټاکلي او له همدې کبله د ډاکټر عمر په څېر ځوان کادرونه د بې سرنوشتۍ ښکار ګڼل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG