د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د نیول شویو داعشیانو نامعلوم برخه لیک


مایک پامپیو وایي د سوریې په باغوز کلي کې د داعش د ماتې ورکولو وروسته د امریکا ماموریت ختم شوی ندی.
مایک پامپیو وایي د سوریې په باغوز کلي کې د داعش د ماتې ورکولو وروسته د امریکا ماموریت ختم شوی ندی.

د سوریې کردان د یکشنبې په ورځ (د مارچ ٢۴) نړیوالو ته خبرداری ورکړ چې د باغوز د جگړې په مهال یې د داعش زرگونه بهرني داعشیان نیولي دي.

د کردانو د بهرنیو اړیکو مسؤل عبدالکریم عمر وایي دغه بهرني نیول شوي داعشیان د ساعتي بمونو په څیر دي او له نړۍ څخه وغوښتل چې د دې ستر گواښ باید غم وخوړل شي.

ښاغلي عمر فرانس پرس خبري آژانس ته وویل چې "دلته د عراق او سوریې په گډون له ٥۴ هیوادونو څخه په زرگونه جنگیالي، ماشومان او ښځې شته چې د سیمې او د نړیوالې ټولنې لپاره یو جدي گواښ دی."

د کردانو د اړیکو مسول وایي د تیرو شلو ورځو راهیسې د باغوز په عملیاتو کې د نیول شویو بهرني جهادیانو شمیر ډیر شوی.

په سوریې کې د داعش د بهرني جنگیالیو برخه لیک په داسې حال کې په یوې نړیوالې مسلې بدله شوې ده چې د کردانو په مشرۍ د سوریې دموکراتیکو ځواکونو د سوریې په باغوز کې د دې ډلې خلافت ته چې په ٢٠١۴ کال کې رامنځ ته شو ماتې ورکړله.

د شاوخوا یوې میاشتې محاصرې وروسته د باغوز کلی د داعش له ولگې خلاص شو چېرې چې له هرې خوا د دغې ډلې د کورنۍ غړي په دغه کلي کې راټول شوي و.

د داعش ځیني بهرني غړي وشو کړای چې له دې کلي پښې سپکي کړي خو ځینې بیا د سوریې کردي ځواکونو ته تسلیم شول او ځینې تر مرگه وجنگیدل.

د داعش پرضد جوړ د ائتلاف چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د داعش جنګیالي تر اخیره پورې سخته جګړه کړې ده او کله کله ماشومان او عام خلک یې د جنګي ډهال په توګه کارولي دي.

د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو په وینا د جنورۍ د میاشتې راهیسې ٦٦٠٠٠ وگړو باغوز پریښودو چې پکې ٥٠٠٠ جهادیان او ٢۴٠٠٠ نور د هغوی د کورنیو غړي و.

د باغوز څخه د بې ځایه شویو خلکو سره د بشري مرستو د رسولو او د وتلو د مصونه زمینې د برابرولو لپاره څو ځله پوځي عملیات وځنډول شول.

له باغوزه تښتیدلي عام خلک او جهادیان له تلاشۍ او وپلټل کیدو وروسته جلا شول چې په نتیجه کې ډیر اسیر شوي بهرني جهادیان د سوریې په شمال کې د کردانو تر څار لاندې کمپونو موقتي زندانونو کې ژوند کوي.

خو د امنیتي گواښونو له امله د مشکوکو جهادیانو هیوادونه د خپلو وگړو بیرته ستنیدو ته زړه نه ښه کوي.

عبدالکریم عمر وایي "د دې خطر د رفع کولو لپاره د زمونږه او نړیوالې ټولنې تر منځ باید همکاري وشي. په دې جهادیانو کې په زرگونه ماشومان شامل دي چې د داعش د مفکورې په اساس لوی شوي."

د ښاغلي عمر په وینا "که چېرې دغه ماشومان بیا ونه روزل شي او خپلو اصلي ټولنو کې مدغم نشي نو احتمالي ترهگر به ورنه جوړ شي."

د څو میاشتو له محاصرې وروسته، د باغوز کلی چې په سوریه کې د داعش تر کنټرول لاندې وروستۍ سیمه وه، ازاده شوه.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي په سوریې کې د امریکا ماموریت پای ته ندی رسیدلی. پامپیو په لبنان کې خبریالانو ته وویل "په سوریې کې زمونږ په مامویت بدلون ندی راغلی. مونږ اوس هم ډیر څه باید وکړو څو ډاډه شو چې د اسلامي ترهگرۍ سخت دریځي وده ونکړي."

که څه هم داعش په سوریې کې ماتې وخوړه خو ویل کیږي چې دې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په عراق کې دی. تر څنگ یې د دغې وسله والې ډلې سره تړلي جنگیالي د مصر په سینا ټاپوزمه، افغانستان، نایجیریا او لبیا کې هم فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG