د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار سوداګرۍ خونه: د چمن دروازې بندېدو سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسولی


د نژدې یوې اونۍ راپدېخوا د سپین بولدک ـ چمن دروازې له تړل کېدو سره، د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي د یادې دروازې بندېدو سره افغان سوداګرو ته په میلیونونو افغانۍ زیان رسېدلی دی.

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال انجینیر عبدالباقي بنا د شنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) امریکا غږ ته وویل چې د دغه دروازې له بندېدو سره د پولې دواړو غاړو ته په مالونو بار زرګونه موټر ولاړ دي.

ښاغلي بنا زیاته کړه: "زموږ صادراتي اموال هم بند پاتي دي چې په هغه کې تازه مېوه ده چې هغه کې انار او سبزیجات پیاز، بادرنګ دي، مڼۍ دي او زموږ غټ قلم، وچه مېوه، زموږ اب جوشي کشمیش او انځر چې اوس یې صادرات روان وو، هغه هم ځنډېدلي دي... د لارې بندېدو او موټرانو درېدو له امله زموږ سوداګرو او عامو خلکو ته په میلیونونو افغانۍ زیان رسېدلی دی."

نوموړي زیاته کړه چې د دغه لارې په بندېدو سره افغانستان ته د وارداتو بهیر هم بند شوی او د پولې هغې غاړې ته د سوداګرو په مالونو بار زرګونو موټر له ډیمرج سره مخ دي چې په وینا یې دوام یې د سوداګرو لپاره لویه اقتصادي ضربه ده.

پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ په سمدستي توګه د چمن دروازه وروسته تر هغه د موټرو او خلکو د تګ راتګ لپاره وتړله چې یو وسله وال شخص، د پاکستان په سرحدي ځواکونو ډزې وکړې، یو سرتیری یې ووژاه او دوه نور یې ټپي کړل.

تر یادې پیښې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نومبر ۱۵ (لړم۲۴) وویل چې د سپین بولدک ـ چمن داروزه کې د رامنځته شوي امنیتي پېښې په اړه د دوی د حکومت لخوا څېړنې پيل شوي دي.

نوموړي‌وویل چې هڅه به کوي‌ چې په اینده کې د دا ډول پېښو مخه ونیول شي.

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال وویل چې دوه اړخیزه سوداګري باید د سیاست قرباني نشي.

انجینیر عبدالباقي بنا د دواړو هیوادونو له چارواکو او مشرانو څخه وغوښتل چې د سپین بولدک ـ چمن لارې بیرته خلاصولو لپاره ژر تر ژره خبرې پیل کړي، تر څو دغه لار بیرته د تګ راتګ او تجارت پر مخ خلاصه شي.

نوموړي زیاته کړه: "د دواړو خواو له مقاماتو او مشرانو څخه مو دا هیله ده چې اول خو ژر تر ژره مذاکرات پیل کړي، جوړه راولي سوله راولي.تر هغو چې دوی سولې ته رسیږي، باید دغه لار د موټرانو او مالونو پرمخ خلاصه کړي. زموږ تجاران چې د کمپنیو مالونه یې را بار کړي دي اوس یې موټران بند دي. ډیمرج پر چلانه دی له اقتصادي زیان سره مخ دي."

ویل کیږي چې د سپین بولدک ـ چمن لارې له بندېدو سره دواړو خواو ته په زرګونو مسافر هم بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه دروازه تر دې مخکې هم د ځینو ستونزو له امله د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه چې له امله یې افغان سوداګرو د مالونو خرابېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت او پاکستان به د دغه لارې دخلاصولو لپاره کله مذاکرات پیل کړي.

XS
SM
MD
LG