د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا؛ ځینې هېوادونه عادي ژوند او اقتصادي فعالیتونه بیا پیل کوي


د کرونا ویروس له کبله د نړۍ لوی او واړه شرکتونه تړل شوي او عادي ژوند ټکنی شوی
د کرونا ویروس له کبله د نړۍ لوی او واړه شرکتونه تړل شوي او عادي ژوند ټکنی شوی

سره له دې چې تر دې دمه د کروناویروس له کبله په نړۍ کې څه باندې ۲۰۰زره کسان مړه شوي‌، یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې عادي ژوند او ځپل شوي اقتصادي فعالیتونه بیا پيل کړي.

کرونا د نړۍ اقتصاد ځپلی او ځینې هېوادونه انګېرې چې د قرنطین او کاروبارونو د بندېدو د مودې ډېر غځول به یې نور هم اقتصاد زیانمن کړي.

که څه هم د تکنالوژۍ په کارولو کې د افرادو د شخصي معلوماتو د افشا کېدو ویره شته، خو داسې ښکاري چې تکنالوژي به د کاروبارونو او عادي ‌ژوند د بیا پېلېدو په برخه کې پام وړ رول ولوبوي،

آسترالیا هڅه کوي د تکنالوژۍ په مرسته بیا عادي ژوند ته وروګرځي، د آسترالیا حکومت یو آپ (App) جوړ کړی چې په کروناویروس اخته کسانو په اړه معلومات ژر ثبتوي. د آسترالیا د روغتیا د برخې مشر ډوماین مورفي وویل چې په ۱۲ساعتونو کې په آسترالیا کې شاوخوا ۱.۱۳میلیون کسانو دا آپ په خپلو ځېرکو تیلیفونو کې ډاونلوډ کړی دی.د آسترالیا ټول نفوس ۲۶میلیون دی او کرونا په کې تر دې دمه اپریل ۲۷ (غویي۸) ۸۳ کسان مړه کړي‌ دي.

د آسترالیا حکومت وايي نوی آپ به له ډاکټرانو سره په کروناویروس د اخته کسانو په موندلو او تشخیص کې مرسته وکړي او په دې کار سره به په آسترالیا کې عادي ژوند او اقتصادي فعالیتونو بیا پیل کېدو ته لار پرانیستل شي. د آسترالیا پارلمان باید دا آپ تصویب کړي.

آسترالیا په همدې اونۍ کې په روغتونو کې د عادي عملیاتو د بیا پېلېدو اجازه ورکوي. دا عملیات د مارچ په ۲۷ بند شوي وو.

آسترالیا سره نژدې نیوزلنډ به خلکو ته اجازه ورکړي چې له رستورانتونو څخه ډوډۍ او خپل د خوښې خواړه وپېري‌ او له ځان سره یې کور ته یې یوسي.

هسپانیا چې کرونا په کې تر دې دمه څه باندې ۳زره کسان مړه کړي، د یکشنبې په ورځ ځینې محدودیتونه لېرې کړل او په تېرو شپږو اونیو کې یې په لومړي ځل تر ۱۴کلنو کم عمره ماشومانو ته له کور څخه د باندې وتلو اجازه ورکړه.

د هسپانیا صدراعظم پېدرو سانچیز وویل چې د سه شنبې په ورځ به د قرنطین د غځولو او نه غځولو او د کاروبارونو د بیا پېلولو په اړه خپل پلان اعلانوي.

فرانسه او یونان هم په پام کې لري‌ چې د سه شنبې په ورځ په دې اړه خپل پلانونه تشریح او اعلان کړي.

د چک جمهوریت، چې تر دې دمه د کرونا له کبله په کې شاوخوا ۲۲۰ تنه مړه شوي، هم د کرونا له کبله ځینې لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي دي. په دغه هېواد کې ځینې وړې مغازې، کاروبارونه، ژوبڼونه، ګلستانونه، د سپورت مرکزونه او د موټر زده کولو کورسونه بیا پرانیستل شوي‌ دي.

همدغه راز تر لسو پورې کسانو ته (تر دوو کلونو ورپورته) اجازه ورکړل شوې چې بنډارونه وکړي او سره راټول شي، خو باید ماسک یې تړلی وي.

د دې ترڅنګ په بنګله دېش کې هم د یکشنبې په ورځ‌ د ټوکر جوړولو ځینې کارخانې بیا پرانیستل شوې. د امریکا په ځینو ایالتونو کې هم ځینې محدودیتونه لېرې کړل شوي دي.

د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن چې په کروناویروس اخته شوی و بېرته کار پیل کړی خو ویلي یې دي چې اعلان شوی قرنطین به د مۍ تر اومې په خپل حال وي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې په چین کې پیدا شو او دا مهال د نړۍ په شاوخوا ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه نژدې درې میلیون انسانان په دغه ویروس اخته دي او شاوخوا ۲۷۰زره نور مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG