په سومالیې کې د امنیتي ځواکونو یو قوماندان ویلي چې په پایتخت موګادیشو کې په یو هوټل کې د الشباب د وسله والو محاصره تر ۳۰ ساعته جګړې وروسته په محلي وخت شنبه د شپې ناوخته پای ته ورسیده.
دې امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په هوټل کې دننه ټول وسله وال وژل شوي او د پیښې په هکله معلومات به وروسته د مطبوعاتو سره شریک کړي.
عیني شاهدانو ویلي چې د سومالیې امنيتي ځواکونو د هوټل د محاصرې د ماتولو لپاره پدې هوټل بمباري کړې.
د سومالیې امنیتي چارواکو ویلي چې د الشباب وسله والو چې د القاعده د شبکې سره تړاو لري، د جمعې په ورځ لومړی د حیات په هوټل د موټر بم چاودنه وکړله او وروسته وسله وال هوټل ته ننوتل او په امنیتي ځواکونو او نورو یې ډزې پیل کړلې.
چارواکو همدرانګه ویلي چې په پیښه کې لږ تر لږه ۱۳ ملکیان وژل شویدي خو د وسله والو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.
د سیمې اوسیدونکو همدارنګه ویلي چې په هوټل کې دننه یې د غټو او وړو چاودنو غږونه اوریدلي دي او ځینو بیا ویلي چې د هوټل څخه لمبې پورته کیدې.
ویل کیږي چې د برید پر وخت په هوټل کې دننه ډیر کسان ګیر پاتې و خو چارواکو دا ندي ویلي چې آیا لا هم هلته دا کسان شته که نه.
سره لدې چې د سومالیې حکومت تر اوسه د برید په هکله جزیات د ولس سره ندي شریک کړي خو د الشباب وسله والې ډلې چې د شاوخوا ۱۵ کالونو راپدیخوا یې د حکومت پر ضد وسله پورته کړې، د برید د کولو ادعا کړېده.
ملګرو ملتونو او لویدیځو هیوادونو په موګادیشو کې پدې هوټل د الشباب د وسله والو برید غندلی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پدې هوټل د برید د غندلو تر څنګ د سومالیې د حکومت او ولس سره خواخوږي څرګنده کړې.
ښاغلي ګوتریش په یوې اعلامیې کې ویلي چې ملګري ملتونه د سومالیې سره د ترهګرۍ پر ضد جګړې او سولې په لور تګ کې ولاړ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی او د په پيښه کې د وژل شویو او ټپي شویو کوریو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ یې ویلي چې "متحده ایالات د سومالیې او د افریقایي ټولنې په مشرۍ د ترهګرۍ ضد مبارزې ملاتړ ته ژمن دي چې د سومالیې ولس ته خوندي او نیکمرغه راتلونکې جوړه کړي".
برتانیې، ترکیې او ناروې هم دا برید غندلی او د سومالیې سره د ملاتړ ژمنه یې کړې.