د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استخباراتو پخوانی فراري د روسیې تابعیت اخلي 


اډوارډ سنوډن له ۲۰۱۳ راپدیخوا فراري دی
اډوارډ سنوډن له ۲۰۱۳ راپدیخوا فراري دی

د امریکا د ملي امنیت پخواني قراردادي فراري اډوارډ سنوډن وايي چې هغه او مېرمن یې د روسیې د تابعیت ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک سپاري.

ښاغلی سنوډن د امریکا تبعه دی او په خپل ټویټر کې یې لیکلي دي‌ چې د امریکا د تابعیت د پرېښودو هوډ نلري. هغه وايي چې مېرمن یې حامله ده او په کور کې یې ماشوم پیدا کیږي.

هغه د دوشنبې په ورځ نومبر ۲ (لړم۱۲) په خپل ټویټر کې ولیکل: « له خپلو مېندو او پلرونو څخه له څو کلونو جلا والي وروسته، زه او زما مېرمن نغواړو چې له خپل زوی څخه جلا شو. د کرونا په دوران کې چې سرحدونه هم تړلي‌ دي، موږ د امریکا-روسیې دوه ګوني تابعیت ته غوښتنلیک سپارو.»

هغه ټېنګار کړی دی چې له خپلې مېرمن لېنډسي میلز سره به په ګډه خپل زوی د بیان د ازادۍ د حق ورکولو تر څنګ د امریکايي ارزښتونو سره لوی کړي او « زه هیله لرم داسې ورځ راشي چې بېرته متحدو ایالتونو ته وګرځم او ټوله کورنۍ سره بیا یو ځای شي.»

څو اونۍ مخکې روسیې ښاغلي سنوډن ته «دایمي اقامه» ورکړه. روسیې په دې وروستیو کې د دوه ګوني تابعیت په اړه خپله تګلاره بدله کړې ده.

اډوراډ سنوډن له ۲۰۱۳ راپدیخوا په روسیه کې په تبعید کې ژوند کوي.‌ هغه د امریکا د متحدو ایالتونو د داخلي‌ او نړیوال امنیت په اړه ځینې محرم معلومات رسوا کړل.

اډوارډ سنوډن د امریکا په متحدو ایالتونو کې په جاسوسۍ تورن یو مطلوب کس بلل کیږي. په هغه وخت کې د ده له لوري‌ افشا شوي‌ معلومات د «ګارډین» او «واشنګټن پوست» ورځپاڼو او نورو رسنیو خپاره کړل.

په امریکا کې د هغه د بخښلو او نه بخښلو په اړه هم نظریات مختلف دي.

د همدغه کال په پیل کې ولسمشر ټرمپ وویل چې د سنوډن د بخښلو په اړه به غور وکړي‌ خو له هغه وروسته په دې اړه نور جزییات ورنکړل شول.

د ښاغلي ټرمپ له څرګندونو څو ورځې ورسته د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار اسوشیتډپرس ته وویل چې د سنوډن د بخښلو د هرې هڅې به «کلک مخالفت» کوي.

په ۲۰۱۵ کې ولسمشر اوباما هم د اډوارډ سنوډن د بخښلو عریضه رد کړې وه.

XS
SM
MD
LG