د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د پاکستان د سفارت په ودانۍ ډزې شوي 


په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان پر سفارت د جمعې په ورځ د ډسمبر په دویمه (لیندۍ ۱۱) په ډزو کې چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ددې هیواد د سفیر «د وژنې هڅه» بللې ده، د سفارت یو ساتونکی ټپي شوی دی.

د پاکستان د سفارت یو مقام د فرانس پرس اژانس ته وویل چې "یو بریدګر د کورونو شاته راغی او ډزې یې پیل کړې".

هغه زیاته کړه: "سفیر او نور کارکوونکي خوندي دي، خو موږ د احتیاط لپاره د سفارت له ودانۍ څخه نه وځو."

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په کابل کې د دغه هېواد پر سفیر برید غندلی او په یو ټویټ کې یې د پلټنو او ددغه «وحشیانه» عمل د عاملینو پر وړاندې د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده.

ښاغلي شریف د دغه ساتونکي د قربانۍ ستاینه وکړه او لیکلي یې دي چې "موږ د دغه ساتونکي د ژر تر ژره روغتیا لپاره دعا کوو."

طالبانو هم د پاکستان پر سفارت برید تایید کړی او غندلی یې دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې «اسلامي امارت به مغرضو کړیو ته اجازه ورنه کړي چې د دپلوماتیکو بنسټونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي».

ښاغلي بلخي وویل چې دا پېښه به په "جدي ډول وڅېړل" شي.

که څه هم پاکستان په رسمي ډول د افغان طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د تېر کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو له خوا د کابل د نیولو پر مهال هم خپل سفارت پرانیستی پریښی او بشپړ دپلوماټیک ماموریت یې ساتلی دی.


ددې مطلب په لیکلو کې د فرانس پرس اژانس د رپوټ څخه کار اخیستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG