وروسته له هغه چې شمالي کوریا د جنوبي کوریا په لور په هوايي بالونونو پورې تړل شوي په سلګونو د خځلو او فاضله موادو ډکې کڅوړې واستولې، د سیول د ملی امنیت شورا د دوشنبې په ورځ جون درېیمه (غبرګولي ۱۴) اعلان وکړ چې د اتومي وسلو لرونکي پیونګ یانګ سره هغه پوځي تړون په بشپړ ډول لغوه کوي چې په ۲۰۱۸ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو په موخه لاسلیک شوی و.
سیول تیر کال وروسته له هغه دا تړون په جزوي توګه لغوه کړ چې شمالي کوریا د ځمکې مدار ته یوه استخباراتي سپوږمکۍ واستوله. خو د جنوبي کوریا د ملي امنیت شورا ویلي چې اوس له کابینې څخه غواړي چې دا تړون تر هغو په بشپړ ډول لغوه کړي چې "د دواړو کوریاګانو ترمنځ دوه اړخیز اعتماد دوباره رامنځته شي."
شمالي کوریا تېره اونۍ وویل چې جنوبي کوریا ته یې د خځلو کڅوړې په سیول کې د فعالانو لخوا د شمالي کوریا د رژیم ضد تبلیغاتي کمپاین په ځواب کې استولي دي.
شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ د هوايي بالونونو په مرسته د خځلو د کڅوړو لیږل ودرول، دا یې یو پرځای ځوابي عمل وباله او خبرداری یې ورکړل چې د اړتیا په صورت کې به نورې کڅوړې هم ولیږي.
د جنوبي کوریا فعالان ځینې وختونه په بالونونو پورې تړل شوې د شمالي کوریا د رژیم ضد تبلیغاتي پاڼې او پیسې د شمالي کوریا سرحدي سیمو ته لیږي ترڅو ددغو سیمو اوسېدونکو ته ورسیږي.
پیونګ یانګ د اوږدې مودې راهیسې ددغه تبلیغاتي کمپاین له کبله په قهر دی او لوړپوړو چارواکو یې تېره اونۍ د ځوابي اقدام خبرداری ورکړ.
د شمالي کوریا د دفاع مرستیال وزیر کیم کانګ ایل، په یو بیان کې، په خپلو سرحدي سیمو کې د جنوبي کوریا لخوا خپرې شوې تبلیغاتي پانې "د ګندګیو خپرېدل" وبلل او ویې ویل: "د کثافاتو ډکې کڅوړې به ډیر ژر د جنوبي کوریا دننه او په سرحدي سیمو کې خپرې کړل شي، او دوی به په مستقیم ډول دا تجربه کړي چې پاکول یې څومره کار غواړي."
د جنوبي کوریا د اردو د لویو درستیزانو کمیټې تېره اونۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې د شمالي کوریا دغه اقدام "په ښکاره نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي او په جدي توګه زموږ د اتباعو خوندیتوب ته خطر پېښوي. "
په یوه تازه علامیه کې د جنوبي کوریا د اردو د لویو درستیزانو کمیټې ویلي چې په کڅوړو کې خطرناک توکي ندي موندل شوي زیاته کړې یې ده چې د خځلو دا کڅوړې په شمالي ولایتونو او پلازمینه سیول کې غورځېدلي چیرې چې د جنوبي کوریا نږدې نیمایي نفوس ژوند کوي.
د جنوبي کوریا چارواکو دا هم ویلي چې د خځلو د کڅوړو د لېږلو په ځواب کې سیول ښايي د شمالي کوریا سره په پوله کې د لاوډ سپیکر له لارې تبلیغاتي کمپاین له سره پیل کړي.
جنوبي کوریا له دې وړاندې په شمالي کوریا کې د کیم د رژیم پر ضد پر ګډه پوله د لوډ سپیکرونو له لارې تبلیغات کول چې پیونګ یانګ یې ناراضه کړی و او کارپوهان خبرداری ورکوي چې بیا پیل کول یې کیدای شي د پولې په اوږدو کې د نښتو لامل شي.
په ۱۹۵۳ کې د کوریا د درې کلنې جګړې د پای ته رسېدو راهیسې، دواړه کوریاګانې له یو بل سره دښمني پالي او د ګډې پولې دواړو غاړو ته ټینګ امنیت نیول شوی دی.
فورم \ دبحث خونه