د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما په طالب مشرانو د سفرونو د بندیز په اړه د نوي شرط وړاندیز وکړ 


په قطر کې د طالبانو مشران
په قطر کې د طالبانو مشران

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دبیرا لاینز وايي د طالبانو د مشرانو سفرونو ازادي دې یوه بله میاشت هم وغځول شي او بیا دې دا بندیز د سولې په مذاکراتو کې په رښتیني پرمختګ پورې مشروط شي.

دا مهال د سولې په مذاکراتو کې د خبرو لپاره د طالبانو په مشرانو باندې د سفرونو بندیز په پام کې نه نیول کیږي او د دغې ډلې مشران ازادانه سفرونه او تګ راتګ کولای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د طالبانو یوه غوښتنه له تور لست څخه د هغوی د مشرانو د نومونو لېرې کول دي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تېره اوونۍ وویل چې طالبان غواړي مشران یې ازاد سفرونه وکړای شي او بندیزونه دې پرې لېرې شي.

هغه وویل «که طالبان په زوره د هېواد د نیولو هڅه وکړي او د (سپین بولدلګ) په څېر قساوت وکړي، دا یو کار هم ممکن نه دی.»

د یوناما مشرې همدغه راز له هغو هېوادونو څخه،‌ چې طالب مشران ورته سفرونه کوي، وغوښتل چې په «عمومي اوربند» او «مذاکراتو» باندې ټېنګار وکړي.

مېرمن لاینز نن جمعه اګست شپږمه (زمری۱۵) پر افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډې کې همدغه راز وویل چې افغانستان د یوې «فاجعې» په لوري روان دی.

هغې وویل: «موږ نن فرصت لرو. کړکیچن وضعیت ته د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره د امنیت شورا، سسیمه ایزې او نړیوالې ټولنې د تهعد فرصت؛ وضعیت به داسې جدي وي چې شاید ډېر کم او یا په یوې پېړۍ کې یې هېڅ مثال نه وي لیدل شوی.»

د امنیت د شورا دا ځانګړې غونډه د افغانستان، هند، ناروې او استونیا په غوښتنه بلل شوې وه.

نوموړې خبرداری ورکړ چې د دغه کړکیچ پایلې به د افغانستان له سرحدونو څخه هم د باندې ولیدل شي. د یوناما مشرې له طالبانو وغوښتل چې په لویو ښارونو بریدونه ژر تر ژره بند کړي.

هغې وویل: «د امنیت شورا باید واضح بیانیه خپره کړي چې په ښارونو باندې دې بریدونه ژر بند شي.»

مېرمن لاینز وویل داسې تمه کېدله چې د امریکا-طالبانو د دوحې له تړون وروسته به تاوتریخوالی کم شي، خو په وینا یې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دا بریدونه نور هم زیات شول او ولسي تلفات ۵۰ فیصده نور هم زیات شول.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو طالبانو په لویو ښارونو باندې خپل بریدونه زیات کړي او راپورونه وايي چې سلګونه ولسي خلک د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG