د لاس رسي وړ اتصالات

عربستان په لومړي ځل ښځې څارنوالانې استخداموي


د سعودي په رسمي ادارو کې د ښځو ونډه ٢٢ سلنه ده
د سعودي په رسمي ادارو کې د ښځو ونډه ٢٢ سلنه ده

د سعودي عربستان څارنوالي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره به ښځې د څارنوالانو په توگه په کار وگوماري. دغه تصمیم په داسې حال کې نیول کیږي چې د سعودي عربستان شاهي نظام، د نویو اصلاحاتو په لړ کې، غواړي په رسمي چارو کې د ښځو ونډه زیاته کړي.

د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزارت، د هغه هېواد د څارنوالي له قوله اعلان وکړ چې په څارنوالي کې د څېړونکو یا مستنطقینو په برخه کې د ښځو لپاره کاري بستونه موجود دي.

د سعودي عربستان ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان، په دې وروستیو کې د اصلاحاتو یو پروگرام پیل کړی چې رؤیه السعودیه ٢٠٣٠ (د سعودي ٢٠٣٠ لیدلوری) نومیږي او یو هدف یې په ټولنه کې د ښځو د ونډې پراخول دي. د سعودي عربستان په اداراتو کې د ښځو ونډه اوس مهال ٢٢ سلنه ده، خو شهزاده غواړي چې دا برخه یو پر درېیمې ته لوړه کړي.

د سعودي عربستان د پاسپورټونو ادارې په دې وروستیو کې وویل چې په هوایي ډگرونو او سرحدي بنادرو کې د ١۴٠ خالي بستونو لپاره یې یو لک او اوه زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړل.

سلمان پاچا تېر کال د یو فرمان په صادرولو سره، په لومړي ځل ښځو ته اجازه ورکړله چې د فوټبال لوبو د نندارې لپاره لوبغالو ته ولاړې شي. همدا راز فرمان صادر شو چې ښځې په سعودي عربستان کې کولای شي موټر وچلوي. خو دې دغو سره سره، په عربستان کې ښځې له ستونزو سره لاس او گرېوان دي.

د سعودي عربستان د مقرراتو له مخې، د هغه هېواد هره ښځه که وغواړي چې تعلیم وکړي، سفر وکړي، یا په کوم بل فعالیت لاس پورې کړي، قانونا" باید لومړی د کورنۍ د یو نارینه (پلار، میړه، ورور...) اجازه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG