د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي برېښنايي موټر غواړي


سعودي هڅه کوي چې د تولیدو پر تولید یې اقتصادي تکیه کمه شي
سعودي هڅه کوي چې د تولیدو پر تولید یې اقتصادي تکیه کمه شي

د سعودي د برېښنا شرکت، چې حکومت یې کنترولوي، له جاپاني شرکتونو سره تړون کړی چې برېښنايي موټر ورته جوړ کړي.

تړون د سعودي د برېښنا د شرکت او د جاپان د توکیو د برېښنا د تولید، د نیسان موټر او تاکاوکا توکو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوی.

سعودي، چې د تیلو ستر تولیدونکی هېواد بلل کیږی، غواړي‌ چې د خپلو موټرو صنعت پراخ کړي چې پر تیلو یې اقتصادي تکیه کمه شي. دا مهال د سعودي ډېره اقتصادي تکیه د تیلو پر تولید ده.

سعودي د جاپان د ټویوټا موټور له شرکت سره هم تړون کړی چې د برېښنايي موټرو د پروژې په اړه یې مطالعه وکړي.

په نړیواله کچه د موټر پر تولیدونکو شرکتونو فشار دی ‌چې برېښنايي‌ موټر او نور برېښنايي وسایل تولید کړي چې د مضرو ګازونو مخه ونیول شي. خو برېښنايي موټر، قوي چارجرونو ته هم اړتیا لري او همدغه کار د برقي موټرو قیمت لوړوي.

د تړون له مخې د نویو برېښنايي موټرو لپاره به د چارچ کولو داسې قوي مرکزونه جوړ شي چې په ۳۰ دقیقو کې به موټر چارجوي. د سعودي د برېښنا شرکت د جاپان له نیسان څخه دري برېښنايي موټرونه په قرض اخلي خو د توکویو د برېښنا د تولید شرکت او د تاکواوکو توکو به سعودي‌ ته درې داسې چارجرې ورکړې چې موټرونه به ژر چارجوي.

د رویټرزې خبري اژانس وايي د سعودي د برېښنا شرکت د دغې پروژې د تکمیل لپاره وخت مشخص کړی نه دی.

دغه شرکت د یکشنبې په ورځ(جنورۍ۱۴) په یوې اعلامیې کې وویل چې د برېښنايی موټرو د پروژې یو هدف دا هم دی چې د شین کوریزو ګازونو د تولید او چاپیریال د ککړتیا مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG