د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي له طالبانو غوښتي چې اوربند دې وغځوي


د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د افغانستان د طالبانو پر تحریک غږ وکړ چې له حکومت سره د اوربند موده وغزوي.

د سعودي دولتي اژانس SPA د پنجشنبی په ورځ (جون ٢١) په خپله رسمي وېبپاڼه کې رپوټ ورکړې چې ملک سلمان د ولسمشر محمد اشرف غني سره د تیلیفوني خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې له هلو ځلو سره د سعودي عربستان ملاتړ څرگند کړیدی.

د سعودي دولتي اژانس د شاهي دربار له خوا د خپور شوي بیان په حواله وایې چې ملک سلمان د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د موقتی اوربند څارنه کوله او هیله لري چې دواړه خواوې به د افغانانو د ښېگڼې په خاطر سوله وکړي.

د سعودي عربستان د پاچا دغه خواهش پداسې وخت کې کیږي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو سره د اوریند موده غځولې، خو طالبانو بیا اعلان کړی دی چې بیرته جگړې ته مخه کوي.

له بلې خوا د ناټو سازمان هم د طالبانو لخوا د اوربند په ختمولو خپله مایوسي څرگنده کړیده او ویلي یې دي چې د افغانستان د حکومت د پریکړې ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د افغانستان د دولت او همداشان په هغه هیواد هیواد کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د اوربند په وړاندیز کې یواځې طالبان شامل دي او وایي د داعش، القاعده او نورو سخت دریځو ډلو پر ضد به جګړې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG