د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنګ لار د ترافیکو په مخ پرانیستل شوه


د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارواکي وايي، چې د سالنګ لویه لار له څوالسو ساعتونو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت مسئول جنرال رجب وایي په سالنګونو کې د درې ورځو پرله پسې واورې اورښتونو له کبله تیره شپه ۷:۳۰ بجې دغه لار د ترافیکو په مخ تړل شوې وه.

هغه زیاتوي، تیره شپه د ډیرې واورې د اورښت له امله دوی د ترافیکو پر مخ دغه لار تړلې وه خو نن سهار شاوخوا لس نیمې بجې بیرته پرانیستل شوه.

د جنرال رجب پر وینا د سالنګونو لار د واورې د کموالي له امله بیرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې ده، خو لا هم ټیلر موټرو ته په دغه لاره باندې د تګ راتګ اجازه نده ورکړل شوې.

"همدا نن یا نې دوه ساعته مخکې شاهراه تړلې وه او وروسته له هغې چې وضعیت فروکش وکړ او واوره لږه شوه او هغه سیمې چې له برف کوچونو څخه زیانمنې وې هغه سیمې له برف کوچونو څخه پاکې شوې اوس شاهراه خلاصه ده او ټول وسایط کولای شي تګ راتګ وکړي خو د ټیلري وسایطو په استثنی".

د جنرال رجب پر وینا په سالنګونو کې د واورې ورښت له تیرو دریو ورځو راهیسي دوام لري چې تیره شپه په شمالي سالنګ کې ۱۴۵ او په جنوبي کې ۱۶۷ سانتي متره واوره وریدلې وه.

هغه وايي، وروسته له هغوې چې دوې د ډیرې واورې د ورښت له امله لاره بنده کړه په سالنګونو کې پنځلس برف کوچه راغلي خو ترافیکو او خلکو ته یې کوم زیان نه دی اړولی.

جنرال رجب زیاتوي د واورې ورښت به راتلونکې درې ورځې نور هم دوام وکړي او له سلو سانتي پورته د واورې وریدو په صورت کې د نورو برف کوچونو امکان شته چې دوې ورته لازم تدابیر په پام کې نیولي دي.

د هوا پیژندنې ادارې مشر سید رضا موسوي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل په احتمالي توګه د حوت تر میاشتې او پسرلي موسم پورې به په افغانستان کې ورښتونه دوام ولري چې دا به د وچکالۍ امکان لږ کړي.

"یوه اندیښنه وه چې وچکالي به منځ ته راشي خو څنګه چې کتل کیږي ورښتونه ډیر دي او دا امکان به لږ وي چې وچکالي دې منځ ته راشي".

د هوا پیژندنې ادارې د دغه چارواکي پر وینا، د افغانستان په مرکزي او شمالي برخو کې به د جمعې تر ورځې اورښتونه وي او په راتلونکې اونۍ کې به هم د اورښتونو دغه لړۍ دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG