د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سالنګونه کې ډېره واوره شوې، لاره بنده ده


د سالنګونو لویه لار د درندو واورو اورېدو او تیزو بادونو له امله د تېرې شپې راپدیخوا د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس د سې شنبې په ورځ د «سلواغې پر۱۶مه» امریکا غږ ته وویل چې د انساني تلفاتو د مخنیوي په هدف یې یاده لار له تېرې شپې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.

عبدالصبوري حبیبي وايي چې درندو توپانونو د دوی کار مخه هم نیولې ده او له کابل څخه شمال ته تلونکي سلګونه مسافر چې په سالنګونو کې بند پاتې هم ژغورلي دي.

هغه وویل: "له یوې ورځې یوې شپې څخه زیات وخت کېږي چې په سالنګونو کې واوره پیل شوې ده، له واورې سره تیز بادونه او توپانونه هم پیل شوي دي، دغه توپان دومره جدي دی چې په تېرو لسو - پنځلسو کلونو کې ساری نه لیدل کېږي."

نوموړي زیاته کړه چې په جنوبي او شمالي‌ سالنګونو کې د واورې اندازه یو متر او پنځوس سانتۍ ته رسېږي چې له امله تېره شپه څو ځایه واوره هم را ښویې شوې ده.

حبیبي وویل چې اوس هم د سالنګونو دواړو لورو ته درنده واوره جریان لري چې کېدایشي یاده لار تر سبا پورې هم د ټرافیکو پر مخ تړلې پاتې شي.

سالنګونه د افغانستان له لویو لارو څخه ده چې د افغانستان شمالي ولایتونه له جنوب سره نښلوي.

د ژمې په شپو ورځې کې اکثره وخت د زیاتو واورو اورېدو له امله دغه لار د څه مودې لپاره د ټرافیکو پرمخ تړل کېږي.

XS
SM
MD
LG