د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ځواکونو کلاشینکوفونه په امریکايي وسلو بدلیږي


امریکايي چارواکي‌ په پام کې لري چې د روسي کلاشینکوفونو پر ځاې افغان ځواکونو ته ام۴ او ام۱۶ امریکايي وسلې ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل چې افغان ځواکونو ته د امریکايي ټوپکو د ویشلو له څه مودې راهیسې روان دی.

نوموړي وویل ټاکل شوې وه چې امریکايي ام۴ او ام۱۶ په یوه کال کې د روسیي وسلو پر ځای پولیسو ته وسپارل شي، خو په خبره یې تر دې دمه دا بهیر بشپړ شوی نه دی.

نوموړي وویل تېرکال روسیې د افغانستان د دفاع وزارت ته ۱۰۰۰۰ کلاشینکوفونه ډالۍ کړل چې هغوی هم د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د کورنیو چارو وزرات پولیس لا هم روسي کلاشینکوفونه کاروي. د وزارت ویاند دولت وزیري امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونه له ۲۰۰۲ کال راوروسته د کلاشینکوف پر ځای امریکايي وسلې کاروي.

لا دقیق معلومات نشته چې د کورنیو وزارت څومره کلاشینکوفونه لري. افغانستان کې دولتي او نورې وسله والې ډلې له لسیزو راهیسې روسي وسلې او په ځانګړې ډول کلاشینکوف کاروي.

د پوځي چارو ځينې کارپوهان وايی دا مهال په افغانستان کې طالبان، د داعش او نورو وسله والو ډلو جګړه ماران له کلاشینکوف څخه ځکه استفاده کوي‌ چې زر نه خرابیږي او په اسانه له یو ځای نه بل ته انتقالیږي.

د طالبانو له رژیم وروسته امریکا د افغانستان په پوځ میلیاردونه ډالر لګولي دي چې په پښو ودریږي. دا مهال افغانستان شاوخوا ۳۰۰زره پوځ، پولیس او امنیتي کارکوونکي لري چې له طالبانو او نورو وسله والو سره په جنګ بوخت دي.

د امریکا څه باندې ۱۰۰۰۰ سرتېري په افغانستان کې مېشت دي چې افغان امنیتي‌ ځواکونه وروزوي، تجهیز یې کړې او سلا مشورې ورکړې.

XS
SM
MD
LG