د لاس رسي وړ اتصالات

مدویډوف: د روسیې پوځ ۲۸۰ زره نوي سرتیري جلب او جذب کړي


د روسیې پوځ
د روسیې پوځ

د روسيې پخواني ولسمشر او د دغه هېواد د ملي امنيت شورا اوسني رئیس ديميتري مدویډوف ويلي، چې د روان کال له پيل راهيسې د روسيې په پوځ کې ۲۸۰ زره نوي سرتېري جلب او استخدام شوي دي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، مدویډوف د شنبې په ورځ سپتمبر ۳دریکه (وږي ۱۲) وویل: "د دغو کسانو یوه برخه د احتیاط منسوبین او پاتې نور یې رضاکاران او نور دي."

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پر اوکراين باندې د مسکو د تېر کال د سپټمبر له پوځي يرغل وروسته پوځ ته قسمي جلب او جذب اعلان کړ چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په دغه هېواد کې بې سارې و. خو دا کار له روسیې څخه بهر ته د پراخ مهاجرت د څپو لامل شو.

د روسیې حکومت ددې پر ځای د هیواد د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د نویو سرتیرو د جذبولو او ګمارلو لپاره پراخ کمپاین پیل کړ او د لوړ معاش په ګډون د امتیازاتو او هڅونو په وړاندې کولو سره یې روسان عسکري خدمت ته وهڅول.

د روسیې حکومت د ویدیوګانو په خپرولو او د حماسي شعارونو او لوحو په نصب کولو سره خلک هڅوي چې د پوځي ځواکونو په لیکو کې شامل شي.

روسي مقاماتو دا نه ده څرګنده کړې چې څومره کسان به د هېواد د وسله والو ځواکونو په لیکو کې استخدام کړي، خو د بېلابېلو سرچینو اټکلونه ښيي چې مسکو د ۴۰۰ زرو نویو رضاکارانو د جذبولو په لټه کې دی.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو تېر کال ویلي و چې د دغه هېواد د پوځي ځواکونو شمېر به ۱.۵ میلیونو ته لوړ کړي.

په روسیه کې د ۱۸ او ۲۷ کلونو ترمنځ د نارینه وو لپاره نظامي خدمت اجباري دی، او په کال کې دوه ځلې د استخدام وړ نارینو ته د عسکري خدمت جلب استړل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG