د لاس رسي وړ اتصالات

په روسیې کې سلګونه کسان د ناوالني په یاد مراسمو کې د ګډون له کبله نیول شوي


روسیي مقاماتو د شنبې په ورځ د پوتین د مخالف سیاستوال الکسي نوالني د مړینې خبر خپور کړ.
روسیي مقاماتو د شنبې په ورځ د پوتین د مخالف سیاستوال الکسي نوالني د مړینې خبر خپور کړ.

د بشري حقونو یوې معتبرې ډلې نن یکشنبه فبروري ۱۸ (سلواغه ۲۹) وویل چې روسیې هغه ۴۰۰ کسان نیولي دي‌ چې د ولادیمیر پوتین د مخالف سیاستوال الکسي نوالني په یاد مراسمو کې راټول شوي وو.

د الکسي ناوالني د ناببره مرګ خبر ډېرو روسانو ته ټکان ورکوونکی و. ناوالني‌ د ژوند تر پای پورې په کرملین باندې له انتقاد څخه لاس په سر نه شو، هغه یو ځل په زهرو مسموم او بې هوښه شوی هم و، چې ترې ژوندی راووت، خو له مخالفت څخه یې لاس وانخیست.

د نوالني ډلې د شنبې په ورځ وویل چې هغه «وژل» شوی دی. خو روسي مقامات وايي چې هغه د جمعې په ورځ قدم واهه چې د کمزورتیا احساس یې وکړ او ضعف شو چې بیا ناببره مړ شو.

د ناوالني د مرګ له خبر وروسته په نړیوال کچه غبرګونونه وپارېدل او سلګونو کسانو د روسیې په لسګونو ښارونو کې د سیاسي قربانیانو په یاد د ګلونو ګېډۍ کېښودې او د هغوی درناوی یې وکړ.

د « OVD-Info» په نوم د بشري حقونو یو سازمان، چې د سیاسي‌ خلکو نیول ثبتوي‌ او حقوقي مرستې کوي، وویل چې د روسیې پولیسو په لسګونو ښارونو کې ۴۰۱ کسان نیولي دي.

د دغه راپور په اساس، د روسیې د سنټ پرس په ښار کې ۲۰۰ کسان نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو د ګریګوري میخانوف په نوم د کلیسا یو مذهبي مشر او پادري‌ هم دی، ده د نوالني د یاد د مراسمو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي وو. پولیسو میخانوف د اعتراض په جوړولو تورن کړ، خو د مغزي سکتې له کبله وروسته روغتون ته انتقال او بستر شو.

د سنټ پیټرسبرګ د محکمې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه یې ۴۲ تنو ته د یوې ورځې څخه نیولې تر شپږو ورځو پورې د بند سزا ورکړل شوې ده. په مسکو کې بیا حد اقل شپږ کسان په ۱۵ ورځو بند محکوم شوي.

د الکسي نوالني‌ د مړینې خبر په روسیې کې د جمهوري ریاست تر انتخاباتو یوه میاشت مخکې اعلان شوی، ګمان کېږي چې ولادیمیر پوتین به بیا هم ټاکنې وګټي.

نوالني په ۲۰۲۱ کال کې د ۱۹ کلنو لپاره زنداني شوی و. هغه په جرمني کې په زهرو بې هوښه شوی او بستر شوی او مسکو ته له ستنېدو وروسته ونیول شو. نوالني تور لګولی و چې په دغه کار کې د کرملین لاس و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG