د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ: میانمار کې د مسلمانانو د وژلو په اړه دې عاجل تحقیق وشي


هغه په میانمار کې د مسلمانانو د خوندیتوب دعا وغوښته
هغه په میانمار کې د مسلمانانو د خوندیتوب دعا وغوښته

د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس په میانمار کې د روهنګیا مسلمانانو وژل وغندل او هیله یې وښوده چې هغوی ته خپل"پوره حق" ورکړل شي.

پاپ د یکشنبې په ورځ (اګست ۲۷) وویل"زموږ د روهنګیا اقلیت وروڼو د وژلو په اړه خواشینونکی خبر" لرو.

د روهنګیا زرګونه مسلمانان په خپلو کلیو او بانډو کې له مذهبي تاوتریخوالي او خشونت وروسته بنګلدېش ته تښتېدلي دي. تېره اونۍ د روهنګیا اورپکو د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل او بیا یې پوځ ځواب ووایه چې لوی زیان په کې عامو مسلمانانو ته ورسېده.

پاپ فرانسیس د واتیګان د سنټ پېټرس په څلور لارې کې له راټولو شویو مسیحي عبادت کوونکو وغوښتل چې له خدای پاک څخه " د هغوې- مسلمانو د ساتلو" دوعا وغواړي چې مرسته ورسره وشي.

اسوشیتډ پرس وايي په میانمار کې د کاتولیک مسحیانو یو مشر ویلي چې پاپ فرانسیس به ژر میانمار ته ورشي، خو واتیکان وايي یوازې د مسیحي زیارت کوونکو یوه ډله به هغه هېواد ته ځي.

د میانمار مشرې انګ سن سوچي د روهنګیا د اورپکو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه د راخین په ایالت کې سولې او مذهبي زغم په اړه هلې ځلې زیانمنوي.

دغلته د مسلمانانو پر ضد خشونت له څه مودې راهېسې پيل شوی، کیسه داسې وه، چې د برما پر پوځ او پولیسو بریدونه وشول، چارواکي وايي بریدونه د روهنګیا مسلمانانو پورې تړلو وسله والو کړي دي.

د بشري حقونو د راپورونو له مخې د میانمار پوځي او په ځینو سیمو کې ولسي خلکو د مسلمانانو کورونه سوځولي، ښځې او ماشومان یې وژلي او ژوبل کړي دي.

په میانمار کې له شاوخوا یوې پېړۍ راهېسې مسلمانان ژوند کوي، خو لا هم د هغه هېواد اوسېدونکي نه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG