د لاس رسي وړ اتصالات

څار ډله: برما کې د مسلمانانو کورونه ویجاړ شوي


د روهنګیا مسلمانان وايي حکومت په سیستماتیک ډول غواړي چې مسلمان اقلیت له خپلو کلیو او بانډ څخه وشړي
د روهنګیا مسلمانان وايي حکومت په سیستماتیک ډول غواړي چې مسلمان اقلیت له خپلو کلیو او بانډ څخه وشړي

د بشري حقونو د څار ډله وايي د سټلایټ نوي اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې روانه میاشت په میانمار (برما) کې د روهینګيا مسلمانانو په پنځو کلیو کې ۸۲۰ کورونه، جونګړې او ودانۍ وران شوي دي.

اسوشيټډ پرس وايي د میانمار پوځ د روخاین په ایالت کې چې دغه کورونه پکښې وران شوي، عملیات کوي. امریکا مېشتې د څار ډلې د برما له حکومت نه غوښتي چې دوی دې وروبولي چې بې پرې پلټنه وکړي.

د دغې ډلې د اسیا د برخې مشر براډ ادم وايي "دغه ټکان ورکوونکي تصویرونه ښيي چې د روهینګیا ډېر کلي وران ویجاړ شوي دي او تر هغه زیات دي چې حکومت یې مني".

د بشري حقونو د څارډله وايي د سټلایټ د اخیستل شویو تصویرونه له لیدلو وروسته، د ویجاړیو شویو کورونو شمېر ۱۲۵۰ ته ورسېد او دوی دا ارقام ثبت کړي دي. سټلایټ د نومبر د میاشتې په ۱۰- ۱۷-۱۸ نېټو باندې دا تصویرونه اخیستي دي.

ښاغلي ادم وویل "حکومت باید د پوځي ځواب او د تورونو د ردولو پر ځای حقیقتونه وګوري او په برما کې د ټولو خلکو، که هغه د هر مذهب وي، د ساتلو لپاره لاس په کار شي".

د برما د ولسمشر ویاند زوی هتای تېره میاشت په دریو کلیو کې د ۴۳۰ ویجاړو شویو کورونو او جونګړو د تصویرونو له خپرېدو وروسته، د بشري حقونو د څار پر ډلې تور ولګوه چې په دې اړه مبالغه کوي. ده همدغه راز نړیوال مطبوعات هم تورن کړل چې په رخاین ایالت کې د روانو حالاتو په اړه ناسم راپورونه خپروي.

ستونزه څه ده؟

په سیمه کې ځینو نامعلومه وسله څه موده مخکې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل او نهه پولیس افسران یې ووژل. حکومت له دغه برید نه وروسته پراخ عملیات پیل کړل.

د حکومت تصور دا دی چې پر پولیسو برید د روهینګیا مسلمانانو ملاتړو او خواخوږیو کړی دی.

بودايان ډېر کله د روهنګیا پر مسلمانانو بریدونه کوي او هغوی اقلیت کډوال بولي. سره له دې چې دوی نسلونه نسلونه دلته اوسېدلي، حکومت تابعیت نه ورکوي.

د اسوشيټډ پرس د راپور په اساس د روهنګیا مسلمانان وايي حکومت په سیستماتیک ډول غواړي چې مسلمان اقلیت له خپلو کلیو او بانډ څخه وشړي.

د روهنګیا څه باندې ۱۰۰۰۰۰ مسلمانان چې په ۲۰۱۲ کال کې د تاوتریخوالي له کبله له خپلو کورونو ویستل شوي دي، په کمپونو کې ژوند کوي.

د اراکان روهنګیا د ملي سازمان فعال، کوکو وايي چې په دغه تاوتریخوالي کې څه باندې ۱۰۰ تنه وژل شوي او په منګداوی کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي. د دغو ادعاو تایدول ځکه ستونزمن دي چې سیمې ته د خبریالانو ورتګ سخت دی.

د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو په رخین کې د حالت د لا خرابېدو خبرداری ورکړ. د پوځي عملیاتو نه وروسته لسګونه زره خلک له خپلو کورونه تښتېدلي دي.

بشري مرستې ځنډول شوي دي، ولسي خلک په پوځي عملیاتو کې ګیر شوي دي او همدغه راز د جنسي تیريو، د ماشومانو او ښځو د زورونې او پر هغوی د زورزیاتیو تر څنګ د بشري حقونو د نه مراعتولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG