د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمان: د افغانستان جګړه سیاسي ده


دیني علما د افغانستان د سولې په عالي شورا کې د زیات رول د لرلو غوښتونکي شول
دیني علما د افغانستان د سولې په عالي شورا کې د زیات رول د لرلو غوښتونکي شول

په سلګونو افغان دینی عالمانو او روحانیونو په کابل کې په یوې لویه غونډه کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د روانې جګړې په باب دریځ نیولی او دا جګړه یې مذهبي نه بلکې سیاسي جګړه بللې ده.

د کابل د ولایتي شورا غړي او د دغه ولایت د دیني عالمانو د شورا استازي مولوي عطا الله فیضاني وویل، د افغانستان د جګړې په دواړو خواوو کې مسلمانان وژل کیږي، چې دا وژنې هیڅ ډول شرعي صبغه نه‌لري.

هغه وویل "دا جګړه چې نن د مسلمانانو په منځ کې روانه ده، دا د مسلمانانو په منځ کې جګړه ده، دواړه خواوې مسلمانان دي، هیڅ‌کله دغې جګړې ته شرعي صبغه نشو ورکولای، موږ دا سیاسي جګړې ګڼو".

د افغانستان دیني عالمانو او روحانینو نن ماسپښین د کابل ښار د حاجي عبدالرحمان په جومات کې په یوه لویه غونډه کې د ملکي خلکو د وژلو په باب د کعبې د امام او خطیب شیخ خالد الغامدي فتوا نه هم ملاتړ څرګند کړ.

څه موده وړاندې کعبې اما او خطیب په یوه فتوا کې د عامو خلکو وژل او ځانمرګي بریدونو ترسره کول حرام بللي وو.

د افغانستان ديني عالمانو او روحانینو د افغان حکومت په مخالفو وسله‌ولو هم د سولې له بهیر سره د یوځای کیدو غږ وکړ.

د کابل د عالمانو د شورا رئیس مولوي بصیر حقاني له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د سولې په عالي شورا کې دیني عالمانو ته زیاته ونډه ورکړي.

د ښاغلي حقاني پر وینا دیني عالمان په آسانه د حکومت له مخالفو وسله‌والو او پاکستان سره د سولې خبرې کولی شي او قناعت هم ورکولی شي.

هغه وویل "زه کولی شم چې پاکستان ته لاړ شم، هلته مولانا سمیع الحق ته قناعت ورکړم، هلته مولانا فضل الرحمان ته قناعت ورکړم، ځکه موږ هلته درسونه ویلي دي، موږ له هغوی سره په لاره باندې پوهیږو په خبره باندې پوهیږو".

په افغانسان کې د جګړې د څرنګوالي په اړه د دیني عالمانو ترمنځ د نظر یووالی نشته ځینې دیني عالمان په ځانګړي ډول هغوی چې له افغانستان نه بهر دیره دي د طالبانو د چارواکو په څیر روانه جګړه د افغانستان د اشغال په خلاف جګړه ګڼي او په وړاندې یې مبارزه خپله دینې دنده بولي.

د دغو دیني عالمانو سربیره د افغانستان د دیني عالمانو سرتاسري شورا هم چې مرکز یې په کابل کې دی د روانې جګړې د پای ته رسیدو لپاره خبرې اترې د حل یواځینې لار ګڼي او لا د مخه یې په مخالفو وسله والو افغان حکومت سره د خبرو میز ته د حاظریدو غوښتنه کړې ده.

نږدې څلور میاشتې مخکې د افغانستان دیني عالمانو او روحانیونو په یوه بله لویه غونډه کې د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی وو.

هغوی هم د سولې له لارې د افغانستان د لانجې په ختمولو ټینګار کړی وو.

XS
SM
MD
LG