د لاس رسي وړ اتصالات

د پي ټي ایم په مشرانو 'د قتل تور' ته غبرگونونه


د حیات ماما متوړکی
د حیات ماما متوړکی

د پاکستان مطبوعاتو د خیسور د حیات خان د ماما مټورکی د قتل په اړه خبرونه خپاره کړي

د ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې د وژل شوي مټورکی د ورور پرخې خان له قوله لیکلي دي چې "د ورور د قتل مسولین یې د پښتون تحفظ تحریک مشران دي."

د پښتون تحفظ تح‏ریک مخکښ مشر علي وزیر امریکاغږ ته په خبرو کې دغه تورونه په سختۍ سره رد کړیدي. هغه زیاته کړه چې دا تورونه د پي ټي ایم د بدنامولو او د خلکو په زړونو کې د هغوي په اړه د شکونو پیدا کولو لپاره لگول شویدي.

د حیات خان ماما د هغې نه وروسته په رسنیو کې بحثونه پارولې و چې د خپلې خور یعني د حیات خان د مور هغه تورونه یې دروغ بللې و چې ویل یې "پوځیان یې پرته د اجازې کور ته را ننوځي او د ستر بی حرمتي یې کوي."

محسن داوړ په خپل ټویټر د پاکستان د رسنیو لخوا د خیسور د وژل شوي کس مټورکی د قتل په اړه د رپورټونو خپرولو په اړه حیرانتیا څرگنده کړیده او د قتل په اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه کړیده.

"دا ډیره د حیرانتیا خبره ده چې د مټورکي قتل په اړه د پاکستان رسنیو دومره خبرونه خپاره کړل. ځکه حیران یم چې په وزیرستان کې په زرگونو کسان قتل شوي دي او په خاصه توگه د محاکمې پرته قتلونه چې زمونږ مطبوعاتو ته د خپرولو قابل نه ښکاري. مونږ غوښتنه کوو چې د دی قتل تحقیقات دې وشي"

محسن داوړ په خپل بل ټویټ کې دا هم ولیکل چې د مټورکی د قتل سره سره مونږ دا هم غواړو چې د طاهر داوړ، ارمان لوڼي او د نورو وژل شوو کسانو د قتل تحقیقات دې وشي.

محسن داوړ وویل چې "د پاکستان ادارو دا نفاق لدی کبله رامنځته کړیدی چې د هغوي د بدو کړنو نه د خلکو پام واړول شي."

د یادونې وړ ده چې د پاکستان رسنیو چې د پښتون تحفط تحریک په اړه هیڅ ډول خبرونه نه خپروي، د حیات خان د ماما د قتل په اړه یې رپورټونه خپاره کړیدي او هم لدی کبله د بشري حقونو ځینې فعالان د رسنیو دغه کار ته د شک په نظر گوري.

د ټولنیزو رسنیو یو فعال سلیم خان د ایکسپرس ټریبیون په مقالې داسې تبصره لیکلې:

"او نن دوي د مټورکي د قتل په اړه داسې رپورټ خپور کړیدی. دوي به دا چیرته و نه لیکي چې د پوځ د عملیاتو نه وروسته په وزیرستان کې د چار سره وسله نشته خو یواځې د پوځ او د ښه طالبانو سره."

د پښتون تحریک مشر منظور پښتین هم په یو ټویټ کې ویلي دي چې په وزیرستان کې د پوځ نه علاوه څوک وسله نه لري او د قتل د تحقیقاتو غوښتنه یې کړیده.

XS
SM
MD
LG