د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا ویلي له افغانستان سره د کرکټ د نه کولو په پرېکړه 'ویاړي'


د روان کال په پیل کې افغانستان په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې استرالیا ته ماتې ورکړه.
د روان کال په پیل کې افغانستان په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې استرالیا ته ماتې ورکړه.

د استرالیا کرکټ بورډ پنجشنبې ډسمبر پنځمه (لیندۍ ۱۵) وروسته له هغه له افغانستان سره د لوبو د لغوه کولو د پرېکړې دفاع وکړه او دغه پرېکړه یې د ځان دپاره ویاړ وباله چې د کرکټ نړیوالې شورا تلونکي رئیس په استرالیا د دوه مخۍ تور پورې کړ.

استرالیا د افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو د لغوه کولو لامل د طالبانو له خوا له ورزش څخه د افغان ښځو د منع کېدو له کبله خپله نارضایتي ښودلې ده.

خو کانبیرا د نړیوال جام په څیر په لویو ټورنمنټونو کې د افغانستان سره سیالیو ته ادامه ورکړې ده. د روان کال په پیل کې افغانستان په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې استرالیا ته ماتې ورکړه.

د کرکټ د نړیوالې شورا مشر ګریګ بارکلي، چې کاري موده یې پای ته رسېدلې، ویلي، که استرالیا په رښتیا غواړي چې د افغانستان په اړه موقف ونیسي، نو باید د نړیوال جام په لوبو کې هم برخه وانخلي.

هغه د بریتانیا ډیلي ټلیګراف ورځپاڼې ته وویل: "که تاسو غواړي سیاسي موقف اختیار کړئ، نو بیا په نړیوال جام کې مه لوبیږئ. دا ممکن لامل شي چې تاسې له نیمه پایلوبو پاتې شئ خو اصول بشپړ وي او نیم اصول نشته."

خو د استرالیا د کرکټ بورډ مشر مایک بیرډ د افغانستان سره د لوبو نه کولو په اړه د خپل هېواد له پرېکړه ننګه کړې ده.

د استرالیايي رسنیو په حواله، بیرډ وویل: "موږ یو دریځ نیولی، په همدې عقیده یو او په ویاړ سره ورباندې ولاړ یو."

هغه زیاته کړه: "دلته مختلف برداشتونه موجود دي. موږ خپل برداشت لرو همدا مو دریځ دی چې ورباندې ولاړ یو. موږ په هغه دریځ باندې چې راته سم ښکاري، په درېدو ویاړو."

افغان لوبغاړو او د لوبو مسئولینو د استرالیا په دغه پرېکړه انتقاد کړی او غوښتنه یې کړې چې کرکټ باید له سیاست څخه جلا شي.

استرالیا د مارچ په میاشت کې د افغانستان سره ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ لغوه کړه او ویې ویل چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو وضعیت مخ په خرابېدو دی.

دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې درېیم ځل و چې استرالیا له نړیوالو ټورنمنټونو بهر د افغانستان سره له لوبو کولو ډډه وکړه.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو وړاندې په افغانستان کې د ښځو کرکټ ورو ورو وده کوله او کرکټ بورډ په ۲۰۲۰ کال کې د یو شمیر نیمه مسلکي ښځینه لوبغاړو سره قراردادونه هم وکړل.

ډیری دغو لوبغاړو د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته استرالیا ته کډه وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG