د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د کابل برید په غندلو د طالبانو مسؤلیت نه خلاصیږي


ولسمشر غني وايي، وسله وال طالبان یوازې په غندلو سره پر اورانوس هوټل د برید مسؤلیت له غاړې نشي لیرې کولای.

افغان ولسمشر تېره شپه په ایمرجنسۍ روغتون کې د میلاد نبي په مراسمو کې د شوي انتحاري حملې له ټپیانو څخه د لیدنې پرمهال وویل چې د دغې حملې مسؤلیت د هغو کسانو په غاړه دی چې افغانستان ته یې د لومړي ځل لپاره انتحاري حملې راوړي دي.

​ښاغلی غني‌ وايي، وسله وال طالبان باید د سولې لپاره عملاً کار وکړي، تر څو په هېواد کې افغان وژنه پای ته ورسېږي.

وسله والو طالبانو په یوې اعلامیې کې دغه برید غندلی او ویلي چې د دوی کسان په دغه حمله کې لاس نه لري.

د تېرې سې شنبې په ورځ د کابل ښار په اورانوس هوټل کې د میلاد نبي په مراسمو کې د دیني‌ علماو په غونډې کې انتحاري حملې ۵۵ تنه ووژل او ۹۴ نور یې ټپیان کړل.

ښاغلي‌ غني‌ دغه حمله د افغانستان پر ملي هویت او د عنعنوي‌ سیاست پر جوړښت حملې بللې او ویلې چې بې ځوابه یې نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG