د لاس رسي وړ اتصالات

داعش، طالبانو که بلې ډلې – د کابل برید چا وکړ؟


د کابل په برید کې شاوخوا ۵۰ تنه ووژل شول
د کابل په برید کې شاوخوا ۵۰ تنه ووژل شول

د کابل له برید شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال اختر محمد ابراهیمي وویل برید د پاکستان له ملاتړه برخمنو ترهګرو ډلو کړی دی.

هغه د پړې ګوته مخامخ طالبانو ته ونیوله او وې ویل "طالبان، حقاني ډله او داعش" چې پاکستان یې ننګه کوي، دا ډول بریدونه کوي.

ښاغلي ابراهیمي امریکاغږ ته وویل "تېرو تجربو ته په کتو په کومو بریدونو کې چې تلفات (ملکي) زیات وي، طالبان یې مسولیت نه مني."

خو طالبان بیا وايي چې برید دوی نه دی کړی او داعش هم لا تر دې دمه څه نه دي ویلي. په دغه برید کې شاوخوا ۵۰ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ژوبل دي.

پر ځینو افغان امنیتي چارواکو یوه نیوکه دا ده چې له کومې پلټنې پرته تقریبآ د هرې امنیتي پېښې پړه د پاکستان پر استخباراتو، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو اچوي.

مذهبي انګیزه؟

په کابل کې د دیني عالمانو د شورا یو غړي صلاح الدین هاشمي وايي دا برید "د خدای او پیغمبر دښمنانو" کړی دی. هغه ونه ویل چې د خدای او پیغمبر دښمنان څوک دي؟

په تېر وخت کې د داعش ډلې هم پر شیعه افغانانو بریدونه کړي وو چې اساس یې مذهبي اختلافات بلل کیده. یو بل افغان دیني عالم عبدالقادر قانت وايي په افغانستان کې مذهبي اختلافات او ځینې ډلې شته چې مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي، خو دومره هم نه چې خبره تر قتل او قتال ورسیږي.

ښاغلي قانت امریکا غږ ته وویل "په افغانستان کې د ژبنیو او قومي مسایلو تر څنګ مذهبي اختلافات هم شته. خو دا فرعي اختلافات دي. زما په باور ځينې تکفیري ډلې شته چې د اسلام په اړه ډېر معلومات نلري او په ډېرو جزيي مسایلو د کفر فتوا ورکوي. دغه ډلې هڅه کوي چې په افغانستان کې مذهبي اختلافات راوپاروي."

نوموړي دا (تکفیري) ډلې مشخصي نکړي، خو دا اصطلاح په عراق او ایران کې د داعش ډلې او د هغه غړو ته کارول کیږي، تکفیریان چې پر نورو د کفر فتوا لګوي.

په افغانستان کې د دیني عالمانو یوه سرتاسري شورا ده چې زرګونه غړي لري. دغه شورا وخت ناوخت له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو او ځینو نورو مسایلو باندې هم څرګندونې کوي.

همدا څو میاشتې مخکې ددغې شورا زرګونو غړو په کابل کې یوه غونډه وکړه او په افغانستان کې یې "ځانمرګي بریدونه او روانه جګړه" حرامه اعلان کړه. طالبانو دا غونډه او دا پرېکړه غندلې وه.

د کابل د (میلادالنبي) د غونډې یو تنظیموونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې له طالبانو سره په ځینو مسایلو کې اختلافات شته، خو نپوهیږي چې دا برید طالبانو کړی که بل چا.

افغانستان له لسیزو راهېسې په جنګ کې ګیر دی چې سیاسي او نور دلایل لري، خو په افغانستان کې په ښکاره د مذهبي جنګ کوم ثبوت او دلیل نشته.

همدا څو ورځې مخکې په کابل کې ځینو کارپوهانو اندېښنه وښوده چې د (لشکر فاطمیون) په نامه د شعیه هزاره افغانانو جګړه ماران ښايي په اوږد مهال کې د افغانستان لپاره سرخوږی جوړ کړي.

د راپورونو له مخې د ایران پوځ دا ډله روزي او بیا د داعش ډلې پر ضد د جنګ لپاره سوریې او عراق ته استول کیږي. د دوی د دغه جنګ لویه انګیزه مذهبي ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG