د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د "افغان بم جوړونکي" د قاتل دوسیه بیاڅیړي


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس هغه امریکایي پوځي چې د افغانستان د یو اوسیدونکي په وژلو تورن دی "قهرمان" بللی دی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، ویلي چې د هغه امریکایي سرتیري قضیه به بیاوڅیړي چې د یو افغان په "عمدي وژنه" تورن شوی دی.

پخواني امریکایي سرتیري متیو گلستین، اعتراف کړی دی چې د ٢٠١٠ کال په فبرورۍ کې کله یې چې د امریکا د ځانگړو ځواکونو په لیکو کې د افغانستان د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې دنده درلوده یو افغان یې د طالبانو د ډلې د یو بم جوړونکي جنګیالي په ګمان په ډزو ویشتلی او وژلی دی.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو ویاند لورن بایمر، د پنجشنبې په ورځ (دسمبر ١٣) په یوې اعلامیه کې ویلي وو چې پر ښاغلي ګلستین باندې د عمدي قتل د تور لګولو لپاره پوره شواهد شته.

ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ (دسمبر ١٦) په خپل ټویټر ولیکل "د یو شمیر خلکو په غوښتنه، د جگړن مت گلستین "د امریکا د پوځي اتل" قضیه بیا څیړم. وروسته له هغې چې هغه په بهر کې د یو ترهگر بم جوړونکي په وژلو اعتراف وکړ، ښایي زمونږ خپل حکومت هغه ته د مرگ سزا واووي".

ددغه امریکایي سرتېري نه په ٢٠١۴ کې د لومړي ځل لپاره ددې موضوع په اړوند تحقیقات شوي وو، خو هغه وخت د پوره شواهدو د نشتون په وجه د هغه په اړه کوم حکم صادر نشو

ددغې قضیې په هکله د پلتنو دوهم پړاو هغه وخت پیل شو چې ښاغلي گلستین په ٢٠١٦ کې ددغې پیښې په هکله د فاکس خبري شبکې ته معلومات ورکړل.

د ښاغلي گلستین نه پلټنې ددې سبب شوې چې د هغه څخه ټولې پوځي ویاړنې واخیستل شي.

که ښاغلی گلستین گرم وگڼل شي ښایي د مرگ سزا ورکړل شي، خو څرگنده نده چې د جمهور رئیس ټرمپ په دې اقدام سره به دغه امریکایي سرتیری د مرگ له منگلو وژغورل شي او که نه.

XS
SM
MD
LG