د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت د چارو لوړپوړې څېړونکې او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ چارواکې ليزا کرټس وایي، د داعش-خراسان ډلې د ترهګر نیول کيدل او امریکا ته یي سپارل، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه یې د کابل په هوایي ډګر کې په امریکایي پوځيانو خونړی برید کړی و، د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ ضد همکارۍ اهمیت څرګندوي.
لیزا کرټس چې پخوا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا غړې هم وه، د "امریکاغږ ډیوه" سره په مرکه کې ویلي چې د کابل هوایي ډګر «ایبي دروازه» کې د د ۲۰۲۱ د اګسټ د ځانمرګي برید د مسول شریف الله نیول د پاکستان او متحده ایالاتو د اړیکو رغولو لپاره یو مهم بنسټ کیدای شي او دا اقدام یو مهم ګام دی.
هغې زیاته کړه: "دا یو ډېر مهم پرمختګ دی او څرګنده خبره ده چې ولسمشر ټرمپ هم دا موضوع د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وینا کې یاده کړه."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په شپه مارچ څلورمه د کانګرس ګډې غونډې ته د وینا په مهال د کابل د نړیوال هوایي ډګر د ځانمرګي برید عامل ترهګر شریف الله د نیول کېدو اعلان وکړ او د هغه په نیولو کې یې د پاکستان د همکارۍ په خاطر له اسلام اباد څخه مننه وکړه.
د امریکا د انصاف محکمې په وینا شریف الله د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش د تنظیمي مشرانو د ډلې څخه دی چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په دوهمه یې د پلټنو په مهال د «ایبي دروازې» په ځانمرګي برید کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.
هغه امریکایي مقاماتو ته ویلي چې د کابل د هوایي ډګر تر دغې دروازې پورې یې د ځانمرګي بریدګر په رسولو کې مرسته کړې او په ځانګړې توګه د امریکایي پوځیانو او طالبانو د امنیتي پوستو څخه یې د هغه په تیرولو کې مرسته کړې وه.
افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر په ترڅ کې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶ د کابل د هوایي ډګر پخ ایبي دروازه کې په دغه ځانمرګي برید کې چې پړه یې د داعش-خراسان ډلې منلې ۱۳ امریکایي پوځیان او شاوخوا ۱۶۰ افغانان وژل شوي وو.
لیزا کرټس په دې مرکه کې همداشان ویلي چې د امریکا او پاکستان اړیکې د جو بایډن د حکومت پر مهال خرابې شو وې.
هغه زیاتوي، دا نه شي ویلای چې امریکا باید هیره کړي چې پاکستان په تیرو ۲۰ کلونو کې په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې خپل پوځي شتون درلود، د طالبانو په اړوند یې دوه مخې لوبه کړې.
هغې وویل "پاکستان طالبانو ته پناه ورکړه، هغوی ته یې خوندي ځایونه ورکړل، چې د همدې ملاتړ له کبله طالبان بېرته په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل. زه نه وایم چې دا موضوع باید هېره شي، او فکر نه کوم چې امریکا به کله هم پر پاکستان د افغانستان د چارو په اړه باور وکړي".
لیزا کرټس همداشان وویل چې، امریکا اوس په یو نوي پړاو کې ده، نور په افغانستان کې پوځی حضور نه لري، او اوس یې اصلي تمرکز له چین سره ستراتیژیکه سیالي ده: "دا د امریکا په ګټه نه ده چې پاکستان په بشپړ ډول پر چین متکي وي. موږ غواړو چې پاکستان د انتخابونو فرصت ولري، بدیلونه ولري."
هغې وویل، دا امکان نه لري چې د سپتمبر د ۱۱ پېښې وروسته امریکا له پاکستان سره د پخوا په څیر پوځي مرستې وکړي، خو داسې فرصتونه شته چې دواړه هېوادونه د ګډو ګټو پر بنیاد همکاري وکړي.
لیزا کرټس د پاکستان او چین پراخو اړیکو ته په اشارې وویل،" پاکستان له چین سره اوږدمهاله اړیکې لري، چې په وروستیو کلونو کې یې اقتصادي بڼه خپله کړې، په ځانګړي ډول د چین ـ پاکستان د اقتصادي پروژې (سيپیک) له لارې.
سیپېک پروژه چې په رسمي توګه د ۲۰۱۵ کال په اپرېل میاشت کې پیل شوه، په اصل کې د چین د "یو کمربند، یوه لار" نوښت برخه ده چې هدف یې د اسیا، اروپا، او افریقا ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو وده ده. سیپیک د چین د شینجيانګ ایالت له کاشغر ښار څخه د پاکستان تر ګوادر بندره پورې ۳۰۰۰ کیلومتره اوږد دهلېز دی چې د سړکونو، ریل پټلۍ، او انرژۍ پروژو پراختیا په کې شامله ده.
لیزا کرټس زیاته کړه، "خو پاکستان نه غواړي په بشپړ ډول د چین تر تسلط لاندې شي. دوی غوره بولي چې له امریکا سره ښې اړیکې وساتي، او دا په حقیقت کې د امریکا په ګټه هم ده."
هغې وویل، "دا د امریکا په ګټه نه ده چې پاکستان په بشپړ ډول پر چین متکي شي. پداسې حال کې چې د ګوادر بندر کې د چینایي پانګوالو د موجودیت په اړه اندېښنې شته، او موږ نه غواړو چې دا بندر د چین لپاره پوځي اډه وګرځي."
لیزا کرټس: د امريکا او پاکستان اړيکې ښې کېدای شي، خو د پخوا په شان نه

فورم \ دبحث خونه