د لاس رسي وړ اتصالات

 
سپینه ماڼۍ: د کابل هوایي ډګر د مرګوني برید عامل نیول شوی او امریکا ته انتقال شو

سپینه ماڼۍ: د کابل هوایي ډګر د مرګوني برید عامل نیول شوی او امریکا ته انتقال شو


د کابل نړیوال هوایي ډګر ۲۰۲۱
د کابل نړیوال هوایي ډګر ۲۰۲۱

د سپینې ماڼۍ ویاند د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل د نړیوال هوايي ډګر مخې ته د خونړي برید مسوول تروریست په دې وروستیو کې نیول شوی او پرې د عدالت د تامین لپاره متحده ایالاتو ته انتقال شو.

د سپینې ماڼۍ ویاندپه یو خبري کنفرانس کې وویل چې د "محمد شریف‌ الله" نیول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټاکنیزو ژمنو څخه یوه وه او د ده په وینا ټرمپ د ولسمشر په توګه د خپل کار په لومړۍ ورځ د هغه موندل لومړیتوب وګاڼه.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه مارچ ۴ ( کب ۱۴) د کانګرس غړیو ته په وینا کې د هغه شخص نیول کیدل اعلان کړل چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یې د کابل په هوایي ډګر کې په امریکایي ځواکونو ځانمرګی برید طرح کړی و.

ښاغلي ټرمپ پرته له دې چې ووایي دا کس څه وخت نیول شوی او د کوم هیواد دی، د پاکستان د حکومت څخه مننه وکړه چې ددې شخص په نیولو کې یې مرسته کړې.

د متحده ایالاتو جمهور ئیس وویل، "خوښ یم نن شپه د هغه ترهګر نیول کیدل اعلان کړم چې د (کابل په هوایي ډګر کې) د ظالمانه برید عمده مسؤل و. هغه همدا اوس دلته په لار دی چې د امریکا د تیرې تورې عدالت سره مخامخ شي. د پاکستان حکومت څخه مننه کوم چې ددې شخص په نیولو کې یې مرسته کړې."

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، چې په تېرو څو اوونيو کې له سيمه ييزو شريکانو سره د همغږۍ او استخباراتي معلوماتو د شريکولو له لارې پاکستاني مقامات د تیرې میاشتې په پای کې وتوانېدل چې دغه کس پيدا کړي. ده وويل چې شريف الله په دې جرم اعتراف کړى دى.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ یو بل مقام امریکا غږ ته وویل: "امریکایي چارواکو د تېرې اونۍ په پای کې له دغه کس [شریف الله] څخه پوښتنې ګروېږنې وکړې او له سپارلو وروسته نن سهار امریکا ته ورسېد."

د کابل په هوایي ډګر کې په ځانمرګي برید کې چې د اسلامي دولت یا داعش- خراسان څانګې یې یې مسولیت ومانه، د ۱۳ امریکایي سرتیرو ترڅنګ ۱۷۰ عام افغانان وژل شوي وو.

د امریکا پوځ په لومړي ځل د بریدګر نوم خپور کړی او ویلي یې دي چې عبدالرحمن لوګري نومېده،‌ د داعش ډلې غړی و چې طالبانو د کابل له نیولو وروسته له زندان څخه خوشې کړی و.

سره له دې چې جمهور رئیس ټرمپ په وار وار د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډۍ ملامتي د مخکني جمهور رئیس جو بایډن په حکومت باندې اچولې خو د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې ددې برید مخه نه شوه نیول کیدی.

د پاکستان صدراعظم ادعا کړې، چې شریف الله افغان تبعه و او د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې په "بریالیو عملیاتو" کې نیول شوی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل په هوايي ډګر کې د داعش-خراسان څانګې د بریدګر د نیولو د خبر په غبرګون کې ویلي چې: "... په پاکستان کې د داعش-خراسان د یوه غړي نیولو دا ثابته کړه چې دا ډله په هغه جغرافیه [پاکستان] کې پټنځایونه او د روزنې مرکزونه لري او دا هم تائید شوې چې داعش-خراسان په افغانستان کې پټنځایونه نلري."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG