د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې یو شمېر ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه پاتې شوي


په ننګرهار کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتي د پولیو ضد کمپاین یوه څنډه
په ننګرهار کې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتي د پولیو ضد کمپاین یوه څنډه

د کندهار ولایت یو شمېر کورنۍ وایي په هغه کمپاین کې چې دوې اونۍ مخکې وشو، د دوی ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین نه دی رسیدلی.

د یاد ولایت ځینې اوسیدونکي اندیښنه لري چې که رضاکاران ماشومانو ته کور په کور واکسین ونه کړي، کیدای شي په راتلونکو کمپاینونو کې هم په زرګونه ماشومان د پولیو له واکسین څخه پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې دوې اونۍ وړاندې د کندهار په ګډون د سویلي حوزې په ولایتونو کې د پولیو ضد عمومي کمپاین وشو، خو له دې امله چې دغه کمپاین د کورونو پر ځای په جوماتونو کې تطبیق شو، له ستونزو ډک و.

بل لوري ته د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین هم دا مني چې په یاد کمپاین کې د ځینو ستونزو له کبله زرګونه ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي.

ډاکټر موسی جان سلطاني، د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "موږ د کور په کور واکسین لپاره پلان او چمتوالی درلود، خو کله چې د جومات په جومات واکسین پریکړه وشوه، د سرچینو له کمښت سره مخ شوو."

نوموړي زیاته کړه ستونزه دا وه چې د ټولو جوماتونو شاوخوا خلک په سمه توګه نه وه راجستر شوي او په ښاري سیمو کې د جوماتونو په اساس د کورونو شمېر زیات و.

عطاء الله د کندهار ولایت یو اوسیدونکي، امریکا غږ ته وویل: "پخوا چې ماشومانو ته کور په کور واکسین ورکول کیده، نو پایله یې ښه وه او ماشومان به له واکسین څخه نه پاتې کیدل."

نوموړي زیاته کړه چې د پولیو ضد وروستی کمپاین کې چې په جوماتونو کې ترسره شو، ټولو ماشومانو ته لازمه رسیدګي ونشوه او په دې توګه زموږ ماشومان هم له واکسین څخه بې برخې پاتې شول.

دا په داسې حال کې ده چې په سویلي ولایتونو کې په پرله پسې ډول د پولیو ضد واکسین څخه د ماشومانو پاتې کیدو، د پولیو د ویروس د خپریدو اندیښنه زیاته کړې.

روغتیا پالان ټینګار کوي چې په هیواد کې د ګوزڼ د مخنیوي په موخه باید ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورسول شي.

XS
SM
MD
LG