د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې لاهم ګڼ شمېر ماشومان د پولیو له واکسین څخه محروم پاتې دي - روغتیایي مسؤولین


عکس: له آرشیف څخه
عکس: له آرشیف څخه

په سویلي حوزه کې روغتیایي مسئوولین دا مني چې د کره شمېر د نه شتون له کبله ټولو ماشومانو ته واکسین نه دی رسیدلی.

په کندهار کې ځینې روغتيایي سرچینې دا تائیدوي چې د ګوزڼ د واکسین کمپاین تېره اونۍ ترسره شو، خو له بده مرغه چې لاهم زرګونه ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر موسی جان سلطاني امریکا غږ ته وويل:" زموږ رسمي هدف دا و چې په هر ترتیب چې شي باید ۵۷۹۷۵۶ ماشومانو ته واکسین ورسوو".

د نوموړي په وینا، موږ ټولې پخوانۍ ستونزې لکه په ځینو ولسوالیو کې د کمپاین نه ترسره کیدل او یا ځینو سیمو ته د واکسین نه رسیدل، په بشپړه توګه حل کړې وې.

ښاغلي سلطاني زیاته کړه، دا ځل په جوماتونو کې د واکسین د تطبیق د ترسره کیدو له امله له یوې نوې ستونزې سره چې د سرچینو او کارکوونکو کمښت ؤ مخ شوو.

د یادې ستونزې اصلي لامل دا ؤ چې د جوماتونو په اساس د ماشومانو کره شمېر معلوم نه ؤ او په ښار کې بیا د جوماتونو په اساس د کورونو شمېر زموږ له اټکل څخه زیات ؤ.

بل لوري ته په کندهار کي د ګوزڼ په ناروغۍ د اخته ماشومانو کورنۍ غوښتنه لري چې د پوليو واکسین دې تر هر ماشوم پورې ورسول شي.

سیف الدین، د کندهار ښار د لویې ویالې د سیمې اوسېدونکی وایي چې څو کاله وړاندې یې په کورنۍ کې یو ماشوم په ګوزڼ اخته شوی.

ښاغلی سیف الدین وایي چې د ده خوریی په کوچنیوالي کې ګوزڼ ووهه چې نږدې ١٢ کاله پر ځای پروت ؤ او مور به یې په ډیر تکلیف کښته او پورته کاوه.

نوموړی زیاتوي د ګوزڼ د مخنیوي او د کورنیو د اندېښنو او تکلیفونو د کمولو لپاره باید هر ماشوم ته حتمي د پولیو واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې له درې کلن ځنډ وروسته تېره اونۍ په کندهار او نورو سویلي ولایتونو کې د کور په کور کمپاین پر ځای جومات په جومات کمپاین ترسره شو.

د پوليو د پروګرام مالي مرسته کوونکي بنسټونه ټینګار کوي چې تر هر ماشوم پورې د واکسین د رسولو په موخه باید هڅه وشي چې کور په کور کمپاین ترسره شي.

XS
SM
MD
LG