د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیاپالان: د پولیو ویروس د مخنیوي لپاره بیړني اقدامات او عامه پوهاوی اړین دي


 په ختیځو ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ د برخې مسؤولین وایي چې له بل هر وخت یې د یاد ویروس په تړاو خپله مبارزه چټکه کړې ده او هغو ټولو سیمو ته رسیدګي کوي چې وړاندې به په کې یو شمېر ماشومان د واکسین کولو له پروسې پاتې کیدل.
په ختیځو ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ د برخې مسؤولین وایي چې له بل هر وخت یې د یاد ویروس په تړاو خپله مبارزه چټکه کړې ده او هغو ټولو سیمو ته رسیدګي کوي چې وړاندې به په کې یو شمېر ماشومان د واکسین کولو له پروسې پاتې کیدل.

د پولیو یا ګوزڼ ویروس د پېښو د مخنیوي لپاره په پرله پسې توګه د واکسین تطبیق، محیطي سمپلونه په لابراتوار کې چک کول او د خلکو لخوا ډیر احتیاط هغه څه دي چې د ماشومانو ژوند ژغورلی شي.

روغتیاپالان وايي، چېرته چې ویروس دوران لري هلته باید په چټکۍ سره د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي شي او خلک خپلو ماشومانو ته پاملرنه وکړي او هغه لارې چارې چې روغتیايي سازمونونو ښودلې دي، پرې عمل وکړي.

پولیو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ګڼو کوچنیانو ژوند ګواښي خو په ډېرو سیمو کې بیا هم ورته د یو جدي ګواښ په نظر نه کتل کېږي.

د افغانستان ختیځ ولایتونه چې همدا اوس په کې د ګوزڼ ویروس دوران لري او په ګڼو سیمو کې یې له چاپیریال اخستل شوي سمپلونه مثبت دي، خو خلک لا هم بې غوري کوي.

په هغو سمیو کې چې د ګوزڼ انساني پېښې ثبت شوي او ویروس شتون لري باید په اړه یې څه وشي، په دې هکله ډاکټر کبیر فهیم له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "کومه سیمه کې چې د پولیو ویروس شتون ولري هلته باید په ۲۴ ساعتونو کې د وینې سمپل واخیستل شي، له ۷۲ ساعتونو څخه مخکې باید د واکسین کمپاین ترسره شي، د ماشومانو معافیت قوي شي او باید د ویروس د خپریدو مخه ونیول شي. همدارنګه ناروغان باید قرنطین شي او له یو بله باید فاصله مراعت کړي."

روغتیاپالان په دې باور دي که چېرته ولسونه ګوزڼ سره سرسري چلند وکړي هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دی او په ویروس ککړو سیمو کې ژوند کوي ډېر ژر اغیزمن کېدلی شي او ډېر شونې دی چې د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته شي.

د سیمې یو روغتیاپال، معراج خالد وایي په یادو سمیو کې باید پر وخت د واکسین کمپاینونه ترسره شي، ماشومان خوندي وساتل شي او د عامه پوهاوي لپاره بیلابیل پروګرامونه جوړ شي، ترڅو د هر چا تر غوږ د ګوزڼ د خطرونو په تړاو معلومات ورسول شي.

نوموړي وویل: "د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ترمنځ معمولاً د پولیو پېښو د اخته کیدو چانس شته، نو لازمه دی چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره وخت پر وخت د پولیو کمپاینونه تر سره شي او همدارنګه د پولیو د مخنیوی لپاره دې عامه پوهاوی هم زیات شي."

خو په ختیځو ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ د برخې مسؤولین بیا وایي چې له بل هر وخت یې د یاد ویروس په تړاو خپله مبارزه چټکه کړې ده او هغو ټولو سیمو ته رسیدګي کوي چې وړاندې به په کې یو شمېر ماشومان د واکسین کولو له پروسې پاتې کیدل.

په خیتځو ولایتونو کې تېر کال د ټول هېواد په کچه د ګوزڼ زیاتې انساني پېښې رامنځته شوې وې، خو سږ کال بیا دغه ګراف درې چنده راښکته شوی دی او یواځې دوه پېښې ثبت شوي چې یوه یې په کونړ او بله بیا په نورستان کې ثبت شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG