د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان خپل هوايي حریم د سوداګریزو پروازونو پر مخ پرانیزي


د پاکستان د هوايي چلند ادارې ویلي چې نن جمعه به خپل هوايي حریم د سوداګریزو الوتنو پر مخ پرانیزي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ پاکستان او هند چې د یو او بل د پوځي جېټ الوتکو د راغورځولو ادعاوې وکړې پاکستان خپل هوايي حریم د هر ډول داخلي او خارجي پروازونو پر مخ بند کړ.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د «مارچ پر لومړۍ نېټه» د پاکستان د هوايي چلند ادارې د ویاند له قوله ویلي چې:" موږ ته لارښونه شوې چې پاکستان به د ټولو سوداګریزو الوتنو لپاره د هوایي حریم بیا پرانیستلو ته دوام ورکړي".

د پاکستان هوايي حریم چې له تېرو درې ورځو راپدېخوا د پروازونو پر مخ بند و پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه پروازونه به نن جمعه څلور بجې پيل شي.

تر دې مخکې د الوتکو د پروازونو د څار نړیوالې ادارې «فلايټ ريډار» پر خپل ټويټر ويلي و چې، د پاکستان د هوايي حریم بندېدو له امله د ورځې ۴۰۰ پروازونه اغېزمن کېږي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د هوايي چلند ادارې نن جمعه د سوداګریزو پروازونو پر مخ د خپل هوايي حریم د خلاصولو خبر ورکړی، خو د نړیوالو پروازونو د څارنې ادارې «فلایټ ریډار» بیا نن جمعه پر خپل ټوېټر لیکلي چې د پاکستان هوايي حریم به د درې نورو ورځو لپاره د پروازونو پر مخ بند وي.

دغه ادارې همدارنګه ویلي چې نن جمعه شااخوا یوه بجه به د پاکستان له څلورو نړیوالو ډګرونو څخه د ګوتو په شمیر پروازونه تر سره شي.

د افغانستان هوايي پروازونه چې د پاکستان له فضا څخه هند تېرېږي ویل کېږي چې د پاکستان د هوايي حریم په بندېدو سره ګڼ افغان مسافر په هند کې بند پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG