د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کرکټ نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه


پاکستان نړیوال جام ته د ژوبل شوي توپ اچوونکي نسیم شاه پر ځای تیز توپ اچوونکی حسن علي انتخاب کړی دی.
پاکستان نړیوال جام ته د ژوبل شوي توپ اچوونکي نسیم شاه پر ځای تیز توپ اچوونکی حسن علي انتخاب کړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ د غواري کمیټه وايي، د دوی تیز توپ اچوونکی نسیم شاه ژوبل شوی او پر ځای یې د نړیوال کرکټ جام دپاره حسن علي اخیستی دی.

نهه ویشت کلن حسن علي د ۲۰۱۷ کال په نړیوال جام لوبو کې چې د پاکستان په اتلولۍ پای ته ورسیدې، د ټورنمنټ تر ټولو غوره لوبغاړی شو، خو په لوبډله کې یې خپل ځای وروسته له هغه له لاسه ورکړ چې نسیم شاه، حارث روف او شاهین شاه افریدي د پاکستان د تیز توپ اچوونکو بریدګرو ځای ونیو.

د پاکستان د غوراوي کمیټې مشر انضمام الحق وویل، د را روان نړیوال جام دپاره په ۱۵ کسیزه لوبډله کې د نسیم شاه پر ځای حسن علي تر ټولو غوره انتخاب دی.

د کرکټ ۵۰ اوریز نړیوال جام د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیلیږي او ټولې ۱۰ لوبډلې پکې دي.

انضمام الحق وویل: "د نسیم له ژوبل کېدو وروسته موږ له مشکل سره مخ شوو. ځکه مو حسن انتخاب کړ. هغه که څه هم پدې وروستیو کې ډیرې لوبې نه دي کړي، خو تجربه لري."

په اسیا کپ کې له هند او سریلانکا څخه له ماتې خوړلو وروسته، پاکستان له خپلې لوبډلې څخه الراونډر فهیم اشرف او محمد حارث هم لیرې کړي دي.

د بابر اعظم په مشرۍ د پاکستان ټیم په نړیوال جام کې له هالنډ او سریلانکا سره له لوبو وروسته د اکتوبر په ۱۴ له هند سره مخامخ کیږي.

د پاکستان لوبډله: بابر اعظم (کپتان)، فخر زمان، امام الحق، عبدالله شفیق، محمد رضوان، افتخار احمد، سعود شکیل، سلمان علي اغا، شاداب خان، محمد نواز، اسامہ میر، شاهین شاه افریدي، حسن علي، حارث روف، محمد وسیم

پاکستان همدارنګه زمان خان، ابرار احمد او محمد حارث د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستي دي.

افغانستان هم وار له مخې د نړیوال جام دپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې چې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ،‌ ریاض حسن،‌ رحمت شاه، محمد نبي، نجیب ځدراڼ، اکرام علي خېل، عظمت عمرزی، مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل حق فاروقي په کې دي.

له جنوبي افریقا او سريلانکا سره د دوو تمریني لوبو وروسته، د افغانستان لومړنۍ رسمي لوبه د اکتوبر په اوومه له بنګله دېش سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG