د پاکستان صدراعظم عمران خان، د هند د جمهور رئیس نرندرا مودي د لیک په ځواب کې لیکلي دي چې اسلام آباد د نوي ډهلي سره د سوله ییزو اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی.
ښاغلي مودي د مارچ په ۲۳د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت عمران خان ته یو لیک استولی و او په کې یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د ټینګولو غوښتنه کړې وه.
ددغو لیکونو نسخې په رسمي بڼه ندي خپرې شوي، خو مقاماتو د هغې محتوا له رسنیو سره شریکه کړې ده.
ښاغلي خان په خپل لیک کې لیکلي: «د پاکستان خلک د هند په ګډون د ټولو ګاونډیانو سره د سوله ییزو اړیکو او همکاریو غوښتونکی دی.»
د پاکستان ډان ورځپاڼې چې د مودي د لیک محتوا یې رپوټ کړې وه، د لیک په اساس لیکلي: «هند د پاکستان د خلکو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او ددې لپاره د د ترور او کینې پرته فضا رامنځ ته کیدل اړین دي.»
هند او پاکستان د خپل تاریخ په اوږدو کې درې ځلې جګړه کړې او ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې تل کړکیچنې وې.
دغه کړکیچ په ۲۰۱۹کې هغه وخت زور واخیست چې د دواړو هیوادونو جنګي الوتکو د یو بل په خاوره کې بمبارۍ وکړې.